وروستیو ورښتونو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي

سره له دې چې په هیواد کې وروستیو ورښتونو له ځان سره د خلکو تر منځ یو څه هیلې پیدا کړې، خو بل خوا بیا همدغو ورښتونو یو شمیر لویې لارې د موټرو او خلکو پر مخ بندې کړي او خلکو ته یې ګڼ شمیر ستونزې پیدا کړې دي.
که څه هم له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې د لویو لارو د پرانیستې ساتلو لپاره د ځینو جدي اقداماتو خبره کوي، خو یو شمیر عام افغانان بیا وایي، چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د لارو د بندیدو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دا شکایتونه په داسې حال کې پورته شوي، چې د کابل په ګډون د هیواد زیاتره سیمې د واورې د سختو ورښتونو شاهدې وې.

د کابل جلال آباد د لویې لارې یو شمېر مسافرینو او موټر چلوونکو د یک شنبې په ورځ د خپلو ستونزو په هکله آزادي راډيو ته وویل.


″ لارې خو داسې وې چې هر په هر ځای کې درې او څلور موټرو ټکر شوي وو، لاره سمه نه وه، امکانات د چپه کیدو ډیر و خطر و.

زما نوم فریدون دی، ماهیپر کې دومره واوره وریدلې وه، چې بیخي لاره بنده وه، ټیلرې ولاړې وې ټکرونه شوي وو، مړي په کې شوي وو.

زما نوم نعمت الله دی. نو چې مشکلا ت دي خی څنګه وکړو، غریبان یو نو غریبۍ ته وتلي یو، دا ټولې خبرې د غریبۍ له لاسه دي.″

خو له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې چارواکي وایي، چې دوی هر کال په ژمې کې د لویو لارو د پرانستې ساتلو لپاره ځانګړې تیاري نیسي، څو خلک د ورښتونو له کبله له ستونزو سره مخ نه شي.

د دغې ادارې مشر ډاکټر دایم کاکړ د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی د هیواد په ۲۶۰ زیان منونکي سیمو کې د موټرو او خلکو لپاره تیارۍ نیولي دي.

″ سږکالې موږ دوه سوه او شپيته نقطو کې آمادګي لرو، پرسږکال دومره نه وې او سږکال په سالنګ کې موږ دولس بلډنګونه جوړ کړي دي، چې په هر بلډنګ کې یو اطاق او تشناب زنانه دی او بل د نارینه وو لپاره ځانګړې شوی او ټول خوراکي توکي حتې وچه غوښه او چهار مغز، توت او نور ټول غذايي مواد هلته شته. یو کلینیک په شمال او بل په جنوب کې دي او دواړه یې امبولاسونه هم لري او مخابراتي سیستم داسې فعال شوی چې په هر ځای کې حادثه وشي دوی د مخابرې له لارې خبر ورکوي چې ټول موټر بند کړي.″

ښاغلي کاکړ همدا راز له ټولو ډریورانو وغوښتل، څو د ډریوری په وخت کې احتیاط وکړي او له ځان سره ټول هغه شیان ولري، چې د اړتیا په وخت کې کار ورنه واخلي.

همدا راز د فواید عامې وزارت چارواکي وایي، چې تر اوسه د هیواد ټولې لویې لارې د موټرو او خلکو پر مخ پرانیستې دي او کومه ستونزه په کې نشته.

د دغه وزارت د لویو لارو د ساتنې او څارنې مرستیال ازادۍ راډیو ته وویل، چې د سالنګونو او شیبر کوتل چې تل د ډیرې واورې د وریدو له امله بندیږي، خلاصې دي.

خو بل خوا بیا د یو شمېر ولایتونو چارواکي وایي، چې د ډيرې واورې د وریدو له امله ډيرې لارې بندې دي او دوی یې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د بدخشان د والي ویاند عبدالرووف راسخ ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دغه ولایت کې د ډیرې واورې د وریدو له امله د یو شمېر ولسوالیو لارې بندې دي.

″ تر اوسه له نهو نه تر لسو ولسوالیو پورې زموږ لاره بنده ده تر اوسه پورې له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې یا کميټه اظطرار له خوا کومه مرسته نه ده شوې او زمونږ خلک له دغه کار نه ډیر په تکلیف کې دي.″

له دې ټولو هڅو سره سره چې دولتي چارواکي یې د لویو لارو د خلاص ساتلو په برخه کې کوي، بیا هم هر کال د ژمي په راتلو او په خاصه توګه د واورې د وریدو په وخت کې د هېواد یو شمېر لویې لارې بندیږي؛ چې دې کار بیا خلک له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ کړي دي.

راپور: جمیله ظریف