ځیني کورنۍ شخړې په دودونو اواروي -د مرغومي ۱۹مه

سحرګل:زما خسرګنۍ ته دې سزا ورکړل شي

پنځلس کلنه سحر ګل چې د خپلې خسر ګنۍ له خوا شکنجه شوې غواړي چې خسرګنۍ ته یې سزا ورکړل شي.

سحر ګل چې اوس مهال د کابل په وزیر اکبر خان روغتون کې بستري ده شاوخوا لس ورځې وړاندې په بغلان کې له شپږ میاشتني بند او شکنجې وروسته چې د سحر ګل نوکان په کې ویستل شوي، غوښې یې په انبور پرې شوې او د سختو وهلو ټکولو نښې یې په وجود ښکارېدي د پولیسو له خوا را خلاصه او روغتون ته ولېږدول شوه.

د سحر ګل د پېښې د عاملینو د نیولو په اړه د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي هم فرمان صادر کړ. پولیسو د سحر ګل خواښې، ندرور او خسر نیولی خو مېړه یې اوس هم لا ازاد ګرځي.

رپوټونه وایي چې سحر ګل اووه میاشتې وړاندې په بدخشان کې واده شوې او بیا بغلان ته راوستل شوې وه.

سحر ګل له ځينو رپوټونو سره سم له دې امله شکنجه شوې چې د خسر ګنۍ دا غوښتنه یې رد کړې چې د پیسو په بدل کې خپل جسم وپلوري.

نیمروز کې ۲۰ښځې د قابلګی له کورسه فارغې شوې

په نیمروز ولایت کې تېره اوونۍ شل ښځې د قابلګۍ له دوه کلنو زده کړو وروسته فارغې شوې چې د نیمروز په مرکزي کلینک او د ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې به په کار وګمارل شي.

پژواک خبري اژانس د نیمروز د عامې روغتیا د رییس نور احمد شیرزاد له قوله رپوټ ورکوي چې په نیمروز کې به د قابلو د روزلو لړۍ ته ادامه ورکړي څو په راتلونکې کې په نیمروز او شاوخوا ولایتونو کې د قابلو د نشتوالي ستونزه اواره او د مور او ماشوم د مړینې کچه را کمه شي.


جرګې او فیصلې

افغانانو له پېړیو راهیسې خپلې کورنۍ او سیمه ییزې ستونزې او ناندرۍ د جرګو مرکو او د مشرانو او سپین ږیرو د فیصلو او مشورو له لارې اوارې کړي دي.

دوي مخکې له دې چې په هېواد کې یې لیکل شوي قوانین جوړ شي هرې ستونزې ته له وخت سره سم نرخونه او رواجونه جوړ کړي و چې د وخت په تېرېدو یې د ډېرو بڼه اوښتې او ناوړه شکل یې غوره کړی دی، خو اوس چې افغانان اساسي او مدني قوانین لري ګڼ خلک بیا هم خپلې ستونزې په تېره کورنۍ شخړې په رواجونو او دودونو اواروي چې ډېر ځله په تېره د ښځو په برخه کې حق حقدار ته نه رسېږي او په ښځو ظلم کېږي.

مثالا که ورور یا پلار قتل وکړي د دې پرځای چې مجرم ته سزا ورکړل شي د دود دستور له مخې خور لور په بدو کې ځي، یا دا چې که د ښځو په وړاندې د مرګ تر حده زیاتی کېږي بیا هم دود دستور یوازې ښځه زغم ته رابولي.

د افغانستان د سترې محکمې د قضایه قوې امر ډاکټر عبدالمالک کاموي وايي، چې په هېواد کې د کورنیو شخړو او لانجو د اواري او د ښځو د حقونو د تامینولو لپاره فامیلي محکمې د اختصاصي محکمو په توګه په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د سترې محکمې له خوا جوړې شوي.

دا چې فامیلي محکمو ته تر ډېره کومې دوسیې راوړل کېږي او په څه ډول څېړل کېږي د کابل ولایت د فامیلي محکمې مشره رحیمه رضایي وایي:

(هغه قضیې چې موږ رسیده ګي ورته کوو د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې په اساس کورنۍ شخړې او ستونزې دي چې څلور ډوله تفریق یعنې د بد چلند له امله تفریق، د غیابت له امله تفریق چې که مېړه درې کاله غایب وي مېرمن کولای شي د تفریق غوښتنه وکړي، د نفقې د نه ورکړې له امله تفریق او د عیب له امله تفریق په کې شامل دي.

سربېره پر دې د مهر د غوښتنې او طلاق دوسیې هم څېړو دغه راز د اصلاح خط وثیقې ورکوو چې د قضیې د دواړو خواوو تر منځ روغه کېږي او تعهد اخستل کېږي چې بیا به ناوړه چلند نه کوي، دغه راز هغه نجونې او هلکان چې له کوره تښتي او محکمې ته د نکاح لپاره عریضه وړاندې کوي هم وروسته له دې چې د دواړو خواوو مجرد والی معلوم شي او د واده قانوني عمر یې پوره کړی وي نکاح یې تړل کېږي.

البته د ورځې د دوسیو د راتګ شمېر ټاکلی نه دی کله پنځه او کله تر لسو زیاتې دوسیې راځي خو موږ حد اکثر د ورځې لس دوسیې څېړو.)

په افغانستان کې چې زیاتره ښځې نالوستې دي نو ګڼې ښځې په دې نه پوهېږي چې د خپلو حقوقي ستونزو د اواري او یا د تاوتریخوالي په صورت کې څنګه ځان تر عدلي او قضایي ادارو ورسوي.

د کابل د فامیلي محکمې قاضي صدف بنیادي وایي چې ښځې کله چې ستونزې سره مخ کېږي کېدی شي د سیمې پولیسو ته ورشي یا دا چې د اړوند ولایت د حقوقو ریاست یا هم په نیغه فامیلي محکمې ته خپل عرض وړاندې کړي.

په افغاني ټولنه کې ډېرې کورنۍ د ښځو محکمې ته تګ او د عرض داد کول بد ایسوي د هرات ولایت اوسېدونکې مریم وایي دې سره یې مېړه زور ظلم کاوه نو د بشر د حقونو کمیسیون ته یې شکایت وکړ چې اوس یې مېړه له همدې امله غواړي طلاق ورکړي:

(ما به ورته ویل خیر ده، چې بد خویي کوې خو وهه مې مه. ما د ماشومانو لپاره هر څه زغمل خو ومې لیدل چې هره ورځ مې له ستوني نیسي، هر څه یې چې په لاس کې وي پرې ولي مې، وهي ټکوي مې نو بشري حقونو کمیسیون ته لاړم چې دی راوغواړي او لږ ښه شي. په کابل کې مې څوک نه لرل کورنۍ مې په ایران کې ده نو دوی د امن کور ته واستولم هلته یې ضمانت وکړ او کور ته یې بوتلم خو د دې پرځای چې ښه شي لا بد شو ده ګومان کاوه چې ډېر بد ځای تللې یم ماته یې ویل چې بد اخلاقه شوې یې، حال دا چې زه تللې وم چې حق مې وګټم او ژوند مې بهتره شي. ماته یې ویل چې طلاق درکوم نو ما هم ومنله.)

که څه هم افغان دودیزه ټولنه تر اوسه هم د کورنیو ستونزو د اواري لپاره قضایي رسمي اواری ښه نه ایسوي خو ګڼې ښځې چې نورې ټولې لارې یې پر مخ وتړل شي نو د خلکو پېغورونه په ځان مني او د خپل حق غوښتنه کوي.

یوه مېرمن چې د کابل فامیلي محکمې ته راغلې وه وایي چې مېړه یې پریښې او بل واده یې کړی نو ځکه راغلې چې خپل سر نوشت معلوم کړي.

د افغانستان په ستره محکمه او نورو ټولو محاکمو کې د ښځینه قاضیانو شمېر یو سلو پنځه شپیته کسو ته رسېږي.

لکه څنګه مو چې واورېدل د دې لپاره چې افغان ښځې په ازاده توګه خپلې ستونزې مطرح کړی شي د فامیلي محکمو مشري ښځو ته ورسپارل شوې او نورې قاضیانې یې هم ښځې دي.

د کابل د فامیلي محکمې قاضي صدف بنیادي وایي په فامیلي محکمو کې زیانمنو ښځو ته دا زمینه برابره ده چې په ازاده توګه خپلې ټولې ستونزې مطرح کړي.

رحیمه رضایي وایي چې دوی ښځو ته دا اسانتیا هم په پام کې نیولې چې که ځانته مدافع وکیل نشي ټاکلای داسې موسسو ته یې ور معرفي کړي چې دوی ته وړیا مدافع وکیل وټاکي:

( اکثره قضیې چې راځي له دې امله چې ښځې بېسواده دي او په حقوقي موضوعاتو نه پوهېږي نو اړتیا ده چې مدافع وکیل ولري. ځينې ادارې شته چې ښځو ته وړیا مدافع وکیل ټاکي او ځينې مدافع وکیلان بیا حق الزحمه اخلي. هغه ښخې چې بېوزله وي او د مدافع وکیل حق الزحمه نشي ورکولای موږ یې هغو ادارو ته ورمعرفي کوو چې وړیا مدافع وکیلانې لري او مدافع وکیله ورته ټاکي څو له حق نه یې دفاع وکړي، دوسیه ورته جوړه کړي او په ځينو حقوقي اصطلاحاتو یې وپوهوي او معلومات ورکړي چې خپل حق له کومو ادارو غوښتي شي او له کوم ځایه یې پیل کړي. )

ډېرۍ ښځې له دې امله چې کورنۍ ستونزه به یې ډنډوره شي، سره له دې چې له زغم نه پورته زیاتی ورسره کېږي فامیلي محکمو ته نه ځي رحیمه رضایي د ښځو دا اندېښنه بېځایه ګڼي او د کورنیو قضیو په سري والي او مصونیت ټینګار کوي:

( ټولې فامیلي قضیې چې محکمې ته راځي د اساسي قانون د ۱۲۸ مادې پر اساس سري دي. هېڅ کله کورني موضوعات بهر له محکمې نه اوزي. ان قاضیانې چې کورنۍ قضیې څېړي دا حق نه لري چې په اړه یې خپلې کورنۍ ته څه ووایي. نو ښځې کولای شي چې پوره اعتماد وکړي او د زور زیاتي د مخنیوي او د خپلو حقونو د لاسته راوړنې لپاره عدلي او قضایي ادارو ته لاړې شي.)

د فامیلي محکمې یوه برخه ځینې وړې کورنۍ ستونزې د سلاح مشورې له لارې حلوي او د کورنیو تر منځ سوله کوي د پروان اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې واخلو وایي چې مېړه یې ورسره تاوترخوالی کوي محکمې ته یې عرض وکړ او دا دی دې ته یې راضي کړ چې نور به ما سره بد چلند نه کوي:

(هسې مې وهي، د تریاکو نشه کوي، زه چې ورته غږ کړم چې ډوډۍ تیاره ده بس وار راباندې کوي وايي چې ولې دې زما نشه خرابه کړه، ډوډۍ ایسته اچوي وایي ځه اوزه ، چادري مې له وره باندې اچوي باسي مې له کوره وايي ځه طلاقه یې په کار مې نه یې. بیا به یې کورنۍ راتله عذر یې کاوه بېرته یې کور ته بوولم، څو ځله مې د همدې وهلو ټکولو له لاسه ماشوم زیان شوی، وروستی ځل یو کال د مور په کور پرته وم نو راغلم محکمې ته دلته یې زموږ تر منځ روغه وکړه ویل یې ځه کور ته دې نور زیاتی نه درسره کوي. ده هم ویل چې ملامت یم او تعهد یې وکړ چې نور به سمېږي.)

که څه هم ویل کېږي چې په فامیلي محکمو کې دوسیې په نوبت په خپل وخت اجرا کېږي او عادلانه پرېکړه کېږي خو ځینې ښځې بیا له محکمو شکایت لري:

( دا دی شپږ میاشتې کېږي چې راغلې یم تر اوسه چا توجه نه ده کړې زما قضیې ته. محکمه وایي لاړه شه ثبوت راوړه، ثبوت نه لرې، نه دې لاس مات دی او نه دې پښه. ضرور نه ده چې لاس او پښې ماتې شي، خو په سوک مې په سر وهي نو ثبوت له کومه کړم، په بل ځای مې نه وهي هوښیار شوی خپله پخوانۍ مېرمن یې هم طلاقه کړې ده زه یې دوهمه مېرمن یم. محکمې تر اوسه زما په اړه هیڅ تصمیم نه دی نیولی. د ښځو وزارت مې دلته رالېږي او دا ځای مې بشري حقونو کمیسیون ته خو کار مې پر مخ نه ځي .)

ښاغلی کاموي د خلکو دغه شکایتونه نه مني وایي چې دوی ډېره هڅه کوي چې په فامیلي محکمو کې د ښځو حقونه خوندي کړي او له ظلم زور نه مخنیوي وکړي.

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو خپرېږي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ښڅو لپاره خپرونه