د فلسطین او اسراییل تر منځ د سولې خبرې بیا پيلېږي

ویل کیږي، چې د اسراییل او فلسطين مذاکره کوونکي به تر یوه کال ځنډ وروسته د سولې د پروسې د بیا پيل پر امکاناتو خبرې وکړې.

ویل شوي چې د دواړو لوریو استازي به نن سې شنبه په اردن کې وګوري.

دا هم په پام کې ده چې د منځني ختیځ د سولې څلور اړخیزه ډله، چې اروپايي اتحاديې، روسيې، امریکا او ملګرو ملتو جوړه ده، سره وګوري.

چارواکو ویلي چې د اسراييلي او فلسطیني لوري دا کتنه د رسمي خبرو بڼه نه لري.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د منځني ختیځ د سولې د خبرو څلور اړخیزې ډلې ته د روانې میاشتې تر ۲۶ وخت ورکړي چې ټول لوري د سولې د خبرو بیا پیل ته قانع کړي.

د اسرايیل د حکومت ویاند پرون وویل، چې د دوی استازي به سبا یعنې نن اردن ته روان شي.