د بلوچستان عيسويان: په کرسمس کې له موږ سره مسلمانان هم برخه اخلي

سبا د نورې نړۍ غوندې په پاکستان کې هم عيسويان کرسمس لمانځي. په کوټه کې مېشت عيسويان وايي په کرسمس کې ډېر خرڅ کېږي خو په بازارونو کې د ګرانۍ له امله يې د هر شي اخيستو ته وس نه ور رسېږي.

دوى وايي حکومت د کرسمس لپاره کلک امنيت نيولى دى، وايي په کرسمس کې دوى د مسلمانانو کورونو ته هم ورځي او هغوى هم په کرسمس کې د دوى کورونو ته ورځي.

د عيسْى عليه السلام د زوکړې ورځ چي د عيسوي مذهب خلک يې کرسمس بولي، په کوټه کې هم په ټولو کليساوو کې د عيسوي مذهب د مذهبي مراسمو په تر سره کولو سره لمانځل کېږي. دا چي په دې ښار کې د عيسويانو شمېر لږ دى نو يواځې د ښار په هغو برخو کې کرسمس ته تيارى تر سترګو کېږي چي عيسويان پکې اوسېږي.

د کوټې پر کاسي سړک د عيسويانو يوې تپې ته ورغلم چي کورونه يې سينګار شوي وو او پر دوکانونه باندې د کرسمس لپاره د سودا اخيستونکيو عيسويانو ګڼه ګوڼه وه. دوکان ته ولاړې يوې عيسوۍ مېرمنې ازادۍ راډيو ته وويل چي د ګرانۍ له امله نه شي کولاى د کرسمس لپاره ډېر شيان واخلي:

((په کرسمس کې خو زيات خرڅ لګېږي، خلک مو پرېشانه دي ځکه ماشومانو ته به هم کالي، بوټونه او نور شيان اخلي، د مېلمنو لپاره به د شېريني او ډوډۍ بندوبست کېږي، د سينګار لپاره په کورونو کې د کرسمس ونې بايد ودرول شي، خو د کرسمس په اختر کې ګراني ډېره ده))

دغه مېرمن وايي د څلرويشتم دسمبر په شپه د کرسمس د ځانګړي مذهبي مراسم تر سره کېږي چي خلک نوي کالي اغوندي، کليساوو ته ځي، د خپلو خپلوانو او په ځانګړې توګه په خپل هېواد کې د سولې او امنيت لپاره دوعاوې کوي. تر مذهبي مراسمو وروسته د يو بل کورونو ته ځي، کرسمس مبارکۍ کوي، کېکونه وروړي او خوشالي کوي. دغه چي دغه عيسويان په کوټه کې د مسلمانانو په منځ کې ژوند کوي، دوى وايي چي په کرسمس کې د خپلو څنګلوريو مسلمانانو کورونو ته هم ورځي:

((زموږ د نجونو چي کومې مسلمانې خوندکۍ وي هغوى د خويندو غوندې له يو بل سره ويني، کله چي د مسلمانانو اخترونه وي هغوى راځي، زموږ نجونو ته بلنه ورکوي او کله چي زموږ کرسمس وي نو زموږ نجونې هغوى ته بلنه ورکوي، هغوى حتْى زموږ کليساوو ته راځي، دا ښه خبره ده، بس دا يو ډول مينه ده، د ټولو چي اخترونه وي مقصد يې همدا وي چي يو بل سره وويني ))

د بلوچستان ايالتي حکومت د کرسمس د مراسمو لپاره پر کليساوو باندې پوليس د امنيت ساتلو لپاره ګومارلي دي. د فرانسيس ارميل په نامه يو عيسوى وايي دوى له دغو امنيتي تدابيرو څخه مطمئن دي او په خوشالۍ سره به خپل کرسمس ولمانځي. ارميل وايي دوى هم د مسلمانانو غوندې د کرسمس په ورځ مېلې کوي:

((د ديسمبر پينځويشتمه زموږ د خوشالۍ ورځ ده، د خوشالۍ په ورځ موږ د يو بل کورونو ته ځو، د مينې او يووالي اظهار کوو، په کرسمس کې موږ بېلابېل جشنونه لمانځو، ځانګړي بازارونه جوړېږي، مېلې وي چي ماشومان او لويان ټول پکې برخه اخلي، د بلوچستان يوه ځانګړتيا دا ده چي دلته مسلمانان، هندوان او عيسويان ټول د يو بل په خوشاليو کې ګډون کوي، دا زموږ لپاره د وياړ خبره ده))

د يادونې وړ ده چي د بلوچستان په اکثره پښتني او بلوڅي سيمو کې عيسويان له اوږدې مودې راهيسې ژوند کوي چي اکثره يې په ښارواليو کې کارونه کوي او اوسني ځوانان او پېغلې يې چي تعليم ته يې مخه کړې، غواړي چي په نورو ادارو کې هم بايد کار وکړي، خو وايي حکومت دلته د نورو هندوانو، سيکانو او هزاره لږکيو غوندې دوى ته له ښاروالۍ پرته نورې دولتي وظيفې نه ورکوي.

بارکوال مياخېل- کوټه