پاکستان:د کرسمس جشن لپاره به امنیتي تدابیر ونیول شي

پاکستاني پولیسو ویلي، دوي به د کریسمیس ورځو کې د عیسویانو د کلیساوو شااوخوا نښه ویشتونکې او په سلګونو اضافي پولیس وګماري، څو په دې هېواد کې د عیسوي اقلیت خلاف د ممکنه بریدونو مخه ونیسي.

د پولیسو ویاند نایاب حیدر ویلي دوه نیم زره پولیس چې نښه ویشتونکې به هم په کې وي د دې لپاره وګماري چې د کریسمیس په ورځو کې د پاکستاني عیسویانو امنیت خوندي کړي.

د پاکستاني عیسویان وړوکې اقلیت ډیر په لاهور ښار کې اوسیږي چېرې چې د پولیسو په وینا ۴۳۳ کلیساوې شته دي.

د پاکستان د نفوس په سلو کې درې برخه غیرې مسلمانان دي.

واتیکان ویلي، چې په پاکستان کې عیسوي اقلیت له زور زیاتي او تبعیض سره مخ دی.