نن په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره ریل ګاډی وچلیده

د افغانستان د فواید عامې وزارت مرستیال نورګل منګل ازادي راډیو ته وویل، نن یوه ریل ګاډۍ له حیرتان نه تر مزارشریف پورې په نوې جوړې شوې پټلۍ ازمایښتي تګ وکړ:

نوموړي وویل، له ازبکستان سره نښلیدونکې د ریل ګاډي دغه پټلۍ به په نږدې راتلونکې کې د جمهور رییس حامد کرزي له خوا پرانستل شي.