پاكستان:سږکال ۶۷۵ ښځې د پت په نامه وژل شوي

پرون د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ په پاكستان كې د ښځو په وړاندې د زورزياتي او د عزت په نامه د وژنو په خلاف قرارداد تصويب كړى او چارشنبې په سهار وختي په كوټه ښار كې د عزت په نامه د دوو خويندو د وژلو غندنه يې كړې او د هغوى د قاتل د نيولو په جزا رسولو غوښتنه يې كړې ده. دا په داسې حال كې ده چي د پاكستان د بشري حقونو كمېسون راپور وركړى چي روان كال په لومړيو نهو مياشتو كې په پاكستان كې ۶۷۵ ښځې د عزت پر نامه وژل شوې دي.

په نړۍ كې ښايي پاكستان يواځينى هېواد وي چي هر كال پكې په سلګونو مېرمنې د پت، عزت او ننګ په نامه پكې د خپلې كورنۍ د غړيو، مېړونو او خپلوانو له خوا وژل كېږي. د پاكستان د بشري حقونو كمېسون وايي سږ كال په لومړيو نهو مياشتو كې په دې هېواد كې ۶۷۵ مېرمنو- چي وايي يواويا يې تر شل كلنۍ كم عمر لري- د پت پر نامه خپل ژوند له لاسه وركړى چي وايي تر نيمايي زياتې يې وادۀ ښځې له پرديو نارينه وو سره د ناروا جنسي اړيكو په تور د خپلو مېړونو له لاسه وژل شوې دي. كمېسون وايي دا شمېره يو اټكل دى، په واقعيت كې ښايي دا شمېر څو چنده زيات وي.

په كوټه كې د عورت فاونډېشن په نامه د ښځو د حقوقو يو ارګان وايي په روان مېلادي كال كې په بلوچستان كې ۱۸۱ ښځې د پت پر نامه وژل شوې دي. د دې ارګان مسوول هارون داوود وايي دغه پېښې اكثره د دې ايالت په هغو بلوڅي سيمو كې ډېرې كېږي چي سرحد يې له سيند ايالت سره لګېږي:

((په تاوتريخوالي كې د وژنو ۱۸۱ پېښې ثبت شوي چي ۸۱ ښځې يې د غيرت پر نامه وژل شوې دي، د پرېشانۍ خبره دا ده يو خو د غيرت پر نامه ښځې وژل كېږي، خو د دې په مقابل كې چي كوم نارينه پر ښځو د جنسي تېري په تور نيول شوى پينځويشت يا دېرش وژل شوي، نور يې ژوندي پرېيښي دي، دوى په قبيلوي جرګو كې د پور او تاوان په بدل كې خوشي كېږي ))

هارون داوود وايي د عزت پر نامه د ښځو د وژلو په خلاف حكومت ښه ګامونه پورته كړي دي او په دې برخه كې نوي قوانين منځته راغلي دي، خو وايي تر اوسه د دغو قوانينو اغېز په خلكو كې نه دى خپور شوى، وايي تر څو چي د حكومت ادارې او محكمې د دې قانون د عملي كولو لپاره ګامونه نه وي پورته كړي، ښځې به همداسې د عزت پر نامه وژل كېږي.

په كوټه كې هم د چارشنبې په سهار وختي د ښار جنوب لور ته په سټلايټ ټاون نومي ځاى كې دوې خويندې د عزت پر نامه و وژل شوې. د سټلايټ ټاون تاڼې پوليس مشر عبدالمناف وايي دغه دواړه خويندې د خپل ترۀ زوى وژلې دي. وايي دغه نجونې پښتنې وې او د يوې يې د خپل ترۀ له زوى سره كوزده هم سوې وه، څو ورځې وړاندې د هغوى كور ته غل ور اوښتى وو، خو د ترۀ زوى يې شكمن وو چي دغه كس به يې له نامزادې او خوښينې سره ناروا اړيكي وي.

د چارشنبې په ورځ د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ په غونډه كې د دغو خويندو وژنه وغندل شوه او په پاكستان كې د پت پر نامه د ښځو د وژنو په خلاف قراراداد تصويب سو. د ايالتي اسمبلۍ يوه غړې عظمى پيرعليزۍ وايي:

((موږ د اسمبلۍ په غونډه كې هم پر دې موضوع خبره وكړه، د دغو وژل سوو خوندو وژنه مو وغندله، او د دوى د وژنو په خلاف مو احتجاج هم وكړ، بايد د پوليسو له خوا د دې پراخې پلټنې وسي، چي د دې پېښې سبب هم مالوم سي او قاتل يې هم بايد ونيول سي))

د روانې دسمبر مياشتې پر دوولسمه نېټه د پاكستان په سنا يا مشرانو جرګه كې هم د ښځو په وړاندې د تشدد، په بدۍ كې د وركولو، د بدل واده، سورې، ښځو ته په ميراث كې د حق نه وركولو، جبري ودونو او پر ښځو د تېزابو د پاشلو په خلاف يوه لايحه تصويب شوه او د قانون ماده وګرځول شوه. دا چي دغه لايحه به په هغو سيمو كې- چي ښځې پكې له خپلو يادو شويو حقوقو بې برخې دي- څومره عملي سي، د پاكستان د سنا يو غړى او د پښتونخوا ګوند مرستيال مشر عبدالرحيم مندوخېل يې په اړه وايي:

((عمل خو به له وخت سره كېږي، خو بنيادي خبره قانون دى چي د ښځې حقوق متعين سول، چي ښځه به څوك په سوره كې نه وركوي، كورنى جبر به نه پر كوي، ناروا جنسي اړيكي به نه ورسره ساتي، د دې ټولو د مخنيوي قانون ومنل سو او د قانون برخه وګرځېد، ولسمشر ته تللى دى، كېداى سي چي هغه به لاسليك كړى هم وي، دا نو اوس بايد په هره سيمه كې عملي سي، بايد د بشري حقونو د خوندي كولو ټولنې په دې اړه تبليغات وكړي))

د پاكستان د بشري حقونو د كمېسون له راپور سره سم په ۲۰۱۰م كال كې هم ۷۹۱ مېرمنو د پت پر نامه خپل ژوند بايللى، چي څلور سوه يې د ناروا جنسي اړيكو په تور او ۱۲۹ ښځې په خپله خوښه د ودونو كولو له امله وژل شوې وې. له هغوى څخه ۱۹ يې د خپلو زامنو له لاسه، ۴۹ يې د پلرونو له لاسه او ۱۶۹ د خپلو مېړونو له لاسه وژل شوې دي.

باركوال مياخېل- كوټه