ارغنداب کې د لومړي ځال لپاره میرمنو ته حرفوي زده کړې پیل شوې

د کندهارپه یوې داسې ولسوالۍ کې چې مخکې د وسلوالو طالبانو د فعالیت تر ټولو لوی مرکز وو اوس په لومړي ځل د شاوخوا ۹۰ میرمنو لپاره د خیاطۍ، مربع او اچارو جوړولو حرفوي کورسونه پیل شوي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د۹۰ میرمنو لپاره د کالو ګنډولو، مربع او اچارو جوړولو دغه کورسونه به دوې میاشتې دوام وکړي.

چارواکي وایي، چې په یاد شوو کورسونو کې هغې میرمنې ګډون لري، چې په جنګ جګړو کې یي د کورنۍ غړي وژل شوي او اوس اقتصادي ستونزې لري.

د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال شاه محمد احمدي ازادۍ رادیو ته وویل، چې د حرفوي زده کړو د دغه مرکزونو د مرستندویه ټولنې له خوا ورکول کیږي.

د ولسوال په وینا دغه میرمنې به تر حرفوي زده کړو وروسته په خپلو سیمو کې د نورو میرمنو سره په یادو کسبونو کې مرسته کوي او د کورنۍ لپاره به روزي پیدا کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه میرمنې چې د حرفوي زده کړو په دغه مرکزونو کې یي ګډون کړی خورا خوشحاله دي او له اړونده ادارو څخه غوښتنه کوي چې دغه ډول کارونه دې دوام داره شي.

په کندهار کې دا لومړی ځل دی، چې په یوې ولسوالۍ کې د غریبو ښځو د ژوند د ښه والي لپاره حرفوي کورسونه جوړیږي.

له دې مخکې یوازې د ښځو چارو په ریاست کې د میرمنو لپاره د خیاطی، غالی اوبدلو او کمپیوټر زده کړې پروګرامونه وه.