اوس هم ښځې د ډول ډول تاوتریخوالو ښکار دي، د لیندۍ ۸مه

هر کال په نړۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په مقصد د نوامبر له پنځه ویشتمې شپاړلس ورځنی کمپاین جوړېږي چې په لړ کې یې ملي او نړېوالې ټولنې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره یو شمېر پروګرامونه جوړوي.

په افغانستان کې هم دغه کمپاین چې د لیندۍ له څلورمې پیل شوی د یکشنبې په ورځ د عدالت په لار کې د زړورې مبارزې تر سرلیک لاندې رسما اعلان شو.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې پلوشې کاکړ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په مناسبت د دغه وزارت د پیغام په یوه برخه کې د ښځو د حقونو له مدافعانو وغوښتل چې د ښځو چارو وزارت له دغو غوښتنو سره همغږي شي .

که څه هم په افغانستان کې له تېرو څو کلو راهیسې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ګڼې هڅې شوي خو په دې هېواد کې اوس هم ښځې د ډول ډول تاوتریخوالو ښکار دي.

د ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نوی قانون تر اوسه په سمه توګه نه دی پلی شوی او خلک اوس هم د تاوتریخوالي ګڼې پېښې په دودیزو لارو چارو اواروي.

د افغانستان د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر وایي چې په ځينو سیمو کې ځينې زورواکان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قانون د پلي کولو خنډ کېږي او دغه راز ځينې محاکم هم دغه قانون نه پلی کوي.

د افغانستان په ټولو قوانینو کې د ښځو او نارینه وو حقوق خوندي دي ان په ځینو حالاتو کې د ښځو لپاره مثبت تبعیض هم په پام کې نیول شوی خو په دې هېواد کې بېسوادي، د غلطو انګېرنو او دودونو پاللو، زورواکۍ او د قوانینو نه پلي کېدلو ټول افغانان په تېره ښځې له ګڼو ناخوالو او تاوتریخوالو سره مخ کړي دي .

افغان سندرغاړي فرهاد دریا تېره پنجشنبه په کابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړلس ورځني نړېوال کمپاین په درشل کې افغان ښځو ته ځانګړی کنسرت وړاندې کړ.

په دغه کنسرت کې چې ګڼو ښځو او نجونو ګډون کړی وو، لومړی درې نورو سندر غاړو فیاض حمید، بېژن کندزي، او سلیمان قرداش خپله یوه یوه نوې سندره وړاندې کړه.

فرهاد دریا تر دې مخکې د ژوند ښکلی د ی د موسیقۍ د کاروان په لړ کې په یو شمېر ولایتونو کې ځوانانو ته کنسرتونه جوړ کړي وو چې په لړ کې یې د لومړي ځل لپاره په بلخ ولایت کې ښځو ته ځانګړی کنسرت وړاندې کړ.

فرهاد دریا په کابل کې ښځو ته د خپل دوهم ځانګړي کنسرت په اړه ازادۍ راډیو ته په خپلو لنډو خبرو کې وویل چې دغه کنسرت یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړیوال خوځښت سره د ملاتړ په مقصد جوړ کړی دی:

(نننی کنسرت مې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو یوه ستر نړیوال خوځښت سره د ملاتړ په مناسبت جوړ کړی دی.

هغه جنسیتي تاوتریخوالی چې موږ په افغانستان کې په ټول وجود لمس کړی دی هر کال زرګونه قربانیانې لري، د دغو قربانیو لامل څوک دي؟ نارینه.

نارینه د دغو قربانیو عاملین دي.

د اسلام ستر پیغمبر ان یوه ورځ هم په خپلې مېرمنې د ګل ګوزار ندی کړی خو د هغه ستر انسان ځينې امتیان په ډېره بېرحمۍ د خپلو تر ټولو نژدې ښځینه خپلو لاس، پښې، سر او ملا ماتوي. واقعا د افسوس ځای دی.)

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په مقصد جوړ شوي کنسرت کې فرهاد دریا خپلې ګنې سندرې بیا واورولې چې ښځو او نجونو یې په پوره شور او ولولو هرکلی وکړ.

د کابل پوهنتون محصله هدیه سادات وایي چې پدې ډېره خوشاله ده چې د فرهاد دریا دا کنسرت یوازې ښځو ته ځانګړی شوی او دې وکولای شول په ازاده توګه پکې ګډون وکړي .

په کابل کې د فرهاد دریا د کنسرت یوه بله ګډونواله لیمه احمدزۍ وايي چې تر دې پخوا یې په ځینو نورو کنسرتونو کې هم ګډون کړی خو وایي چې له نارینه وو سره په ګډو کنسرتونو کې سره له دې چې مجبوره وي په یوه ګوښه کې ارامه کینې خو بیا هم د ټولنې د ټيټې فرهنګي کچې له امله ځورول کېږي.

په افغانستان کې لکه څنګه چې ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم پوره زمینې ندي برابرې، دغسې د تفریح کولو زمینه هم نده ورته برابره.
د کابل د بي بي مهرو د نجونو د لېسې تدریسي مرستیاله زرغونه چې له خپلو همکارانو سره دې کنسرت ته راغلې وه وویل چې په افغانستان کې تر هر چا ښځې ډېرې کړېدلي او دردېدلي دي خو دوی تفریح ځایونه او د تفریح نور امکانات هم نه لري.

دا وایي چې دغسې کنسرتونه کولای شي د ښځو په روحیه مثبته اغېزه وکړي.

د فرهاد دریا د کنسرت یوه بله ګډونواله عالیه له نورو هنرمندانو هم غواړي چې د فرهاد دریا له دې نوښته الهام واخلي او دوی هم ښځو ته د موسیقي داسې ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي څو د افغان ښځو په دردېدلو او غمځپلو څېرو یو ځل بیا خوښي را څرګنده شي .


نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو خپرېږي.

دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ