قلاتوال: هره ورځ زر تنه جاحیان افغانستان ته را انتقالیږي

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وایي، د دوې د تخنیکي امکاناتو له مخې کولی شي، چې هره ورځ شاوخوا زرتنه افغان حاجیان له سعودي عربستان څخه هیواد ته راولیږدوي.

د دی وزارت ویاند ننګیالي قلاتوال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل،
د پلان سره سم، دوه افغان هوایي شرکتونه (اریانا او کام ایر) مکلف دي، چې شاوخوا دېرش زره افغان حاجیان له سعودي عربستان څخه د هیواد مرکز او څلورو ولایتونو ته ولیږدوي:

″ترننه اریانا افغان هوایي شرکت څلورزره اته سوه او کام ایر درې زره شپږ سوه افغان حجاج هیواد ته لیږدولي دي. هره ورځ څه کم زره تنه حاجیان هیوادته لیږدیږي.

د سعودي په هوایي ډګرونو کې د نورو هیوادونو له پروازونو سره په نوبت کې کله کله ستونزه پیښیږي، خو دا ستونزه هم د مذاکراتو په نتیجه کې کمیدونکې ده.″

هېواد ته راستانه شوي یوشمېر افغان حاجیان وایي، هېواد ته د ستنیدو پرمهال، د سعودي په هوایي ډګرونو کې، ورځ دوه ځنډیږي.

خو قلاتوال وایي، د سعودي عربستان هوایي چلند په دې شپو ورځو کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو د حاجیانو لیږدولو ته پروګرامونه جوړ کړي، د همدې له امله کله کله د پروازونو د نوبت له امله افغان حاجیان له ستونزو سره مخ کیږی.

ده وویل، په دې هکله افغان چارواکو د سعودي د هوایي چلند له مسوولینو سره خبرې کړي او هیله ده، دا ستونزه دوام ونه کړي.

سره له دې چې د ټرانسپورټ وزارت په منظمه توګه د حاجیانو د لیږدولو خبر ورکوي خو افغان حاجیان په سعودي عربستان کې د حج د فریضې د ادا کولو په شپو ورځو کې، د خدماتو له نشتوالی شکایت کوي.

″معلمان نه و، د اوسیدو ځایونه مو لیرې و، مریضانو او زنانه ته یې ستونزې پیښې کړې وې، ډېر ځله مو ډوډۍ او درمل په خپلو پیسو اخیستي دي، ځکه چې مسوولین به نه پیداکیدل.″

د حج او اوقافو وزارت له ستونزو، انکار نه کوي، خو وایي، چې په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو ستونزې د تېرو کلونو په نسبت کمې شوې دي.

د حج او اوقافو د وزارت سرپرست داعي الحق عابد وایي:

″زموږ له خدماتو ډیر حاجیان راضي وو، یوازې محدود حاجیان وو، چې ستونزې یې لیدلي، موږ ډېره هڅه کړې، چې حاجیان ستونزی ونه ویني.″

یوازې سږکال نه دي چې افغان حاجیان حج ته د تګ، هلته د اوسیدو او بیرته راستنیدو پرمهال شکایت نه کوي، بلکې په تیرو کلونو کې هم افغان حاجیان له ستونزو سره مخ شوي دي.

حتی په تیرو څو کلونو کې د دې وزارت څو تنه لوړ پوري چارواکي، د اختلاس په جرم عدلي ارګانونو په جزا محکوم کړي هم دي.

خو د حج او اقافو وزارت وایي، دوی هڅه کوي، دا ستونزې له یوکال نه بل ته کمې او په بشپړه توګه یې له مینځه یوسي.

راپور: خان محمد سیند