افغان حاجیان: زموږ حکومت د حج په مراسمو کې زموږ هېڅ خدمت نه دی کړی

یوشمیرافغان حاجیان، چې په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو د ادا کولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخا مخ شوي؛ ګواښ کوي، چې د ګاللو ستونزو په وړاندې په چپه خوله پاتې نه شي.

دغه افغان حاجیان وایي، چې دوی به د هغو کسانو پر ضد په ولسي جرګه کې، شکایت وکړي، چې د دوی لپاره یې د اسانتیاوو د برابرولو مسوولیت درلود.

یوشمېر افغان حاجیان چې د شنبې په ورځ له سعودي عربستان څخه کابل ته را ستانه شوي، خپلې ستونزې داسې بیان کړي.

″زما نوم قریب الله دی. زه حج ته تللی وم، ما هلته نږدې دوه څلویښت شپې تیرې کړې، ستونزې وې، زموږ لپاره یې امارې لیرې، نیولې وې، له حرمینونه، له ځینو حاجیانو سره مریضان وو، زنانه وې، موټر نه و، د حاجیانو کامل خدمت ونه شو، موږ په تکلیف سره حرم ته تلو، موږ خپل غږ اوچت کړ، خو چا وا نه ورید.

۲ - زه الحاج ډاکټر عبدالحق دانشیار یم، په سعودي، کې د حج او اوقافو وزارت مسوولینو ډیر کمزروی کار کولو هېڅ ظرفیت یې نه درلود.

هغه معین چې د دی هیات په رﺉس کې دی، هغه به انشا الله موږ ملي شورا ته را وبولو او هلته به خبرې ورسره وکړو او همدا شان نور چارواکي به یې هم را وغواړو، ځکه دوی هیڅ د حاجیانو پوښتنه نه کوله.

۳ - نه څه خدمت مو یې وکړ، نه موټر و، نه ښه و نه بد. معلمان ورک شول، له پیسو یې خلاص کړو، نو څه خدمت مو و؟ ډوډی مو خپله خوړله، لیرې ځایونه یې نیولي وو، همدا کابل ته مو ښیراوې کولې معلمانو ته مو ښیراوې کولې، چې مریضان به وو ډاکټرانو به دوا نه راکوله، بیا به پاکستاني ډاکټرانو ته تللو.″

سږ کال سعودي عربستان ته، نږدې دېرش زره زیات کوونکي تللي، چې د رسمي شمېرو له مخې له دې ډلې، دیارلس تنه یې د ناروغیو او یا هم په ځینو پیښو کې مړه شوي، یولس تنه د غلا په تور بندیان دي او اتلس نور ټپیان او یا هم ناروغان دي.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست، داعي الحق عابد په سعودی عربستان کې د افغان حاجیانو ځینې ستونزې مني، خو وایي، چې دغه ستونزې د حج د ادا کولو په مراسمو کې د هر هېواد وګړي ګالي.

″کوم خدمتونه چې په موږ پورې ارتباط لري، یو د استوګنې ځای دی، ټرانسپورټ، معلمین او څلورم هم روغتیایي خدمتونه دي او په دې څلورو برخو کې زموږ خدمتونه مناسب وو. لږ حاجیانو شکایت درلود، خو اکثرو یې قناعت درلود، چې خدمات مناسب وو، جدي ستونزې نه وې، یوشمېر محدوده حاجیانو له دې برخو شکایتونه لرل.″

د حج او اوقافو وزارت سرپرست وایي، چې تر اوسه څه باندې دولس سوه حاجیان را ستانه شوي، او کوښښ کوي، چې دالړۍ تر راتلو شلو او یا هم پنځه ویشتو ورځو پورې بشپړه کړي.

دوی وایي، چې اوسمهال له سعودي عربستان څخه هره ورځ پنځه شپږ پیرې حاجیان د کابل د نړیوال هوایي ډګر سربیره، کندهار، هرات او مزار شریف ته راوړل کیږي.

دا لومړی ځل نه دی، چې له سعودي عربستان څخه را ستانه شوي حاجیان د خپلو ستونزو څخه سر ټکوي، له دې مخکې هم هر کال د حج په پروسه کې مسووله ارګانونه د حاجیانو له خوا په بې غوري تورن شوي.

خو سږکال په دې پروسه کې نوي را ټوکیدلي، بله ستونزه دا وه، چې نږدې اووه سوه افغانان، چې د بیت الله شریف د زیات هوډ یې در لود له دې پروسې څخه محروم شول.

دغه زیات کوونکي وايي، چې د دوی پر ځای د وزیرانو او یا هم د ځینو نورو چارواکو خپلوان استول شوي دي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر