د افغانستان او تاجکستان ترمنځ يو پول پرانيستل شو

د افغانستان او تاجکستان پر پوله د يوه پول د پرانيستنې په مراسمو کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له کليوالو افغانانو خلکو وغوښتل:

”زه له تاسو يوه غوښتنه لرم، دغه پول چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختګ په هدف جوړ شوى، مه پرېږدئ چې د مخدره موادو د قاچاق لپاره وکارول شي“

دغه پول د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې چې له تاجکستان سره پر پوله پرته ده، موقعيت لري. سيمه کې د ازادۍ راډيو د تاجکي څانګې خبريال برات يوسفي وويل چې د امو سيند ته څېرمه د پرتې سيمې خلک تر دې مخکې د ژمي پر مهال د شپږو مياشتو لپاره د درنو واورو له کبله په خپلو کورونو کې بند پاتې کېدل چې له نورو سيمو سره به يې اړيکې پرې وې. خو اوس به يې دغه ستونزه حل شي.

د پول د جوړونې کار د تاجکستان د سرحدي ولسوالۍ شوراباد په نيهول کلي کې پيل شو، چې د مرکز دوشنبې د جنوب ختيځ په ٢٥٠ کيلومترۍ کې پروت دى.

روسي او د منځنۍ اسيا د ځينو هېوادونو چارواکي وخت ناوخت انتقاد کوي چې له افغانستان څخه نشه يي مواد ورته قاچاقېږي او د دوى په هېوادونو کې هر کال په زرګونو کسان د نشو له کبله مري. د تاجکستان ولسمشر ښاغلي رحمان د دغو موادو قاچاق د افغانستان او تاجکستان حيثيت ته يوه ضربه وبلله:

”مخدره مواد چې له افغانستان څخه قاچاقېږي او د تاجکستان له طريقه روسيې او نورو اروپايي هېوادونو ته وړل کېږي، په نړيواله کچه يې زموږ حيثت او د دواړو هېوادونو واکمنۍ ته زيان اړولى دى“

د اقتصادي پرمختګ لپاره د اغاخان بنسټ به د جرمني د پرمختيايي ادارې KfW په مالي مرسته دغه پول چې ١٦٢ متر اوږدوالى او درې نيم متره سور يا بر به لري په ٣ مليونه او يو لک ډالره ورغوري، چې د ٣٠ ټنه وزن ظرفيت به لري.

پله ته نژدې ځينې مارکېټونه شته چې له افغانستان او تاجکستان څخه سوداګر له ويزې پرته ورته راتلاى شي او خپل توليدات په کې خرڅولاى شي.

تاجکستان له افغانستان سره ١٣٤٤ کيلومتره پوله لري چې له افغانستان څخه روسيې، ختيځې او لوېديځې اروپا ته د مخدره موادو د قاچاق لار هم ورڅخه تېرېږي. تاجکستان د روان ميلادي کال په سپټمبر کې ٣٥٢٩ کيلوګرامه مخدره مواد چې ٤٣٨ کيلوګرامه هيروئين هم په کې شامل وو، ونيول.