نیازی: تر سبا به ټول افغان حاجیان سعودي ته انتقال شي

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت وایي، چې سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږد بهیر به تر سبا پورې بشپړ شي.

د حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازي نن ازادۍ راډیو ته په خپلو ځآنګړو خبرو کې وویل، چې دا بهیر تراوسه له کومې ستونزې پرته پرمخ روان دی، چې سبا به بشپړ شي.

سعودي عربستان سږ د افغانستان لپاره د دېرشو زرو حاجیانو سهمیه ورکړل شوې ده.

خو ځیني حاجیان د انتقال له پڅ بهیره شکایت کوي او وایي، چې د یوې ورځې په ترڅ کې د ټولو پاته حاجیانو انتقال ناممکنه دی.