د موبایل تلیفون د شبکو د کار په کېفیت کې ستونزې زیاتې شوي

د موبایل تلیفونونو د خدماتو ټیټ کېفییت ښايي د هېواد په یو ځینو لرو پرتو سیمو کې د بېلابېلو عواملو له مخې د خلکو لپاره یوه ستونزه واوسي خو په دې وروستیو کې یې په اړه په کابل ښار کې هم د خلکو شکایتونه ډير شوي دي.

ځینې کابل ښاریان وايي، چې د څه مودې راهیسې د موبایل شبکو د کار کېفیت کم شوی او زیاتره وخت پرې اړیکې په سختۍ سره ټینګیږي.

د کابل ښار د پل باغ عمومي په ساحه کې څو تنو چې غوښتل، یې د خپل موبایل فون له لارې اړیکه ټینګه کړي، خو معلومیدل چې له ستونزو سره مخ دي، ازادۍ راډیو ته وویل:

(موږ په سمه توګه په ټیلیفون کې چا سره خبرې نشو کولای ځکه ثانیه وروسته پرې کیږي او تر هغو کوښښ کوو چې چې رخ شي.)

په افغانستان کې یو شمېر خلک د موبایل ټلیفونونو بیې هم لوړې بولي او وايي، چې د شبکو له ډیروالي سره سره د مخابراتي مکالمو بیې لوړې پاتې دي.

دوي له افغان دولت او خصوصي مخابراتي شبکو نه غواړي، چې د مخابراتي شبکو د کار د کېفیت له ښه کولو سربیره د بیو د راټیټولو لپاره هم اقدامات وکړي:


بل خوا د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د وزارت د اټرا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره مني، چې په کابل کې د مخابراتي شبکو په تماسونو کې ستونزې شته خو وايي علت یې د مخابراتي شبکو خرابوالی نه دی.

د اټرا ادارې مرستیال خیرمحمد فیضي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې ستونزې علت د ځانګړيو انتنونو لرونکې پوځي او ملکې موټرو ګرځیدل وبلل:

(دلیل یې دا دی چې د ښارونو په منځ کې د موټرو ګرځیدل ډير شوي دي، دوي اوس سربیره پر پوځي اوس ان په خپلو شخصي موټرونو کې هم که هغه لکسیس، پراډو یا زره موټرونه وي، په هغو کې یې هم هغه انتنونه لګولي دي او دا انتنونه داسې سیګنالونه خپروي چې د جي اس ام د موبایلونو د سیګنالونو د قطع کېدو سبب کېږي.)

ښاغلي فیضي همدا راز تمه وښودله، چې په افغانستان کې د نوري فایبر د شبکې بشپړیدل به د خصوصي مخابراتي شبکو د کار د کېفت د لوړیدو او د بیو د راټیټیدو سبب شي.

مخابرات هغه برخه ده چې په تیرو څو کلونو کې یې د ځینو نورو برخو تر څنګ په افغانستان کې د پام وړ پراختیا موندلې.

دا مهال د افغان دولت تر ټولو ډیر عاید هم همدا برخه جوړوي، خو له دغو پرمختګونو سره سره د افغانانو د موجودو اقتصادي ستونزو په منځ کې د مخابراتي مکالمو لوړه بیه او په ځینو ځایونو کې یې ټیټ کېفیت هغه ستونزې دي چې لا هم خلک ترې شکایتونه کوي.