"چمتو یو چې د مدرسې په نامه افغاني فلم نندارې ته وړاندې کړو"

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکټرسید مخدوم رهین

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر که څه هم وایي، چې لا تر اوسه یې د مدرسه په نوم افغاني فلم نه دی لیدلی، خو دیته چمتو دی چې ډیر ژر دا فلم د ملي شورا غړو او خلکو ته وښیي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکټرسید مخدوم رهین چې د سې شنبې په ورځ د ولسې جرګې د فرهنګي او دیني چارو کمیسیون ته بلل شوی وو، وویل چې نندارې ته د دې افغاني فلم د وړاندې کېدو مخه یې نه ده نیولې او په دې اړه هیڅ معلومات هم نه لري.

هغه د ولسې جرګې غړو ته ډاډ ورکړ، چې ډیر ژر به د مدرسه فلم له جوړونکې سره تر خبرو وروسته د دې فلم د ښوولو لپاره زمینه برابره کړي:

"موږ له دې فلم سره هیڅ ډول مخالفت نه لرو او چمتو یو چې نندارې ته یې وړاندې کړو او سلګونه او زرګونه خلک هم ورته را وغواړو.

په عین حال کې ما خپل سلاکار ته هم دنده ورکړه چې له فلم جوړونکې سره خبرې وکړي او نندارې ته د وړاندې کولو لپاره یې زمینه برابره کړي".

د مدرسه اوهمسایه په نومونو دوه فلمونه د افغان فلم جوړونکو په هڅو جوړ شوي چې مدرسه په کابل کې او همسایه په مزار شریف ښار کې له نندارې پاتې شو.

اسد سکندر چې د مدرسه په نوم د افغاني فلم جوړونکې دی د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې فلم د جوړولو په برخه کې یې ډیرې ستونزې ګاللي او دا فلم تر ډیره پر هغو ستونزو او واقعیتونو څرخي چې په ایران کې افغانان ورسره لاس او ګریوان دي.

ده څرګنده کړه، چې دا فلم په کابل کې د ایران د سفارت په مداخله د افغان فلم د ریاست له خوا نندارې ته له وړاندې کولو څخه پاتې شو.

په عین حال کې د ولسې جرګې یو شمېر غړي په ځینو خصوصي تصویري رسنیو کې د ګاونډیو او نورو هېوادونو له کلتوري یرغل څخه انتقاد کوي او وایي چې د هندي او ایراني سریالونو پرځای باید افغاني فلمونه او پروګرامونه خپاره شي.

د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو د کمیسیون غړی احمد خلیل شهید زاده هم ورته نظر لري:

"باید په افغانستان او له دې هېواد څخه بهر د افغان فلم جوړونکو تولیدات په پام کې ونیول شي او د هغوي فلمونه خپاره شي.

ترڅه وخته به هندي، ایراني او داسې نور سریالونه او فلمونه ښودل کېږي چې زموږ د اولادونو پر روحیه منفې اغیزه هم پرې باسي".

که څه هم په کابل کې د ایران سفارت لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د سینماګرانو ټولنې له دې امله سخت انتقاد کړی چې د مدرسه اوهمسایه فلمونه نندارې ته وړاندې نشول.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چې د مدرسه فلم جوړونکې د دې وزارت چارواکو ته د دې فلم د ښوولو په اړه له مخکې نه خبر نه وو ورکړی، دوي ټینګار کوي چې ټول افغاني او بهرني فلمونه باید له ښوولو مخکې د افغان فلم په ریاست کې ثبت شي، خو اسد سکندر وایي، چې د خپل فلم د ښوولو په اړه یې ټول قانوني مراحل ترسره کړي وو.