د سولې لپاره د نوبل جايزه ٣ ښځو ته ورکړل شوه

د نوبل د جایزې کمېټې د نوبل د سولې د جایزې لپاره درې مېرمنې ګټونکې اعلان کړې دي .

دا درې مېرمنې د سولې ، د ښځو د حقونو د خونديتوب او د ښځو د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه کولو لپاره د هلوځلو په خاطر د دې جایزې د ګټلو وړ بلل شوې دي .

په دې ترتیب د لایبریا جمهور رئیسه میرمن هلن جانسن سیرلیف، په لایبریا کې د سولې فعاله لیمه ګبووي او په یمن کې د سولې فعاله توکل کارمان، د نوبل د سولې د سږکال د جایزې ګټونکې وپیژندل شوې .

دا ښځې د مصوونیت ، د ښځو د حقونو او د سولې په رامنځته کولو کې د دوى د بشپړ ګډون په خاطر د سولې د جایزې ګټونکې دي .

په ناروې کې د سولې د جایزې د کمېټې مشر یاګلاند د سولې د سږنۍ جایزې د اعلان پر مهال وویل :

̋د ناروې د نوبل کمېټه هیله منه ده چې مېرمن هلن جانسن سرلیف، لیمه ګووي او توکل کارمان ته د جایزې په ورکولو سره وکولاى شي د هغو ښځو محرومیتونو ته د پاى ټکى کښېږدي چې لا هم د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې شته او د ډیموکراسۍ او د سولې د تحقق په برخه کې د ښځو بالقوه ظرفیت لوړ کاندي̋

د نوبل د کمېټې د مشر یاګلاند د څرګندونو له مخې په لایبریا کې د سولې د تامین او د ټولنیز عدالت او اقتصاد په برخه کې د مېرمن هلن جانسن سرلیف کارونه موثر وو.

د بشري حقونو فعالو ښځو ، یمنۍ توکل کارمان او لیمه ګبووي هم د سولې، د ښځو د حقونو او ټولنيز عدالت په برخه کې ډېر ګټور ګامونه پورته کړي دي .

دا درې مېرمنې به د یو اعشاريه اته څلوېښت مليونو ډالرو جایزه په خپلو کې سره ووېشي .

په دې وروستیو کې د طبی علومو، فزیک ، کیمیا او ادبیاتو په برخه کې هم د نوبل جایزې اعلان شوې دي.

بروس بویتلر ، جولس هافمن او رالف شتاینمن د طب په برخه کې، دانییل شختمان د کیمیا په برخه کې ، سالپیرلمتر، براین شمیت او ادم ریس دفزیک په برخه کې او توماس ترانزترویمر د ادبیاتو په برخه کې د دوه زره یوولسم کال د نوبل د جایزې ګټونکي شول .

د نوبل جایزه تر ټولو معتبره علمي جایزه ده چې پوهانو ته ورکول کیږي . دا جایزه په اتلس سوه پنځه نویم میلادي کال کې د سویډني بډاى او کیمیاپوه الفرد نوبل د وصیت له مخې پيل شوه .

الفرد نوبل د داینامیت د اختراع له امله ډېره پیژندل شوې څېره ده.

د نوبل دا اختراع په مستقیمه توګه د منفجره موادو په جوړولو کې وکارول شوه خو هغه په پوځي برخه کې د خپلې اختراع څخه په کار اخیستو ډېر خپه شو.

د نوبل جایزه له نولس سوه لومړي کال راهیسې د ډسمبر په لسمه یعنې د الفرد نوبل د زېږیدو په ورځ د نړۍ بیلابیلو وتلو کسانو ته ورکول کیږي.