د افغانستان لس کلنې جګړې د ډېرو خلکو ژوند بدل کړ

د اکتوبر پر اوومه په افغانستان کې د امريکا جګړه لس کلنه کېږي.

د افغانستان پوځي ماموريت د ٢٠٠١م کال د سپټمبر له يوولسمې څلور اوونۍ وروسته پيل شو. دغې حملې نوى دښمن يعنې طالبان او يو بې پايه ماموريت چې د امريکا پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش ”د ټروريزم ضد جګړه“ وبلله، د امريکا ملت ته وروپېژندل.

د افغانستان دغه لس کلنه جګړه تر هغې مودې ډېره اوږده ده چې د امريکا پلي ځواکونه په ويتنام کې دېره وو. تر نورو انقلابي جګړو هم اوږده ده، چې دواړو اته کاله وخت ونيوه.

د افغانستان د يوې لسيزې جګړې زياته برخه د عراق د جګړې تر سيورې لاندې راغله، هلته د امريکا زيات پوځيان دېره وو چې تلفات او د دوى په باب خبرونه هم زيات وو.

په راوروسته کې وضعيت بدل شوى، د امريکا له لوري د عملياتو زياتوالي، د تاوتريخوالي ډېرېدلو او په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژنې د خلکو ډېر پام ځان ته واړاوه او د دې جګړې د دوام پر معقولوالي يې بحثونه وپارول.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ليکي:

د افغانستان پر جګړې په ملياردونو ډالره لګښت وشو، چې په تېره لسيزه کې په افغانستان کې په زرګونو امريکايي عسکر ټپيان او ١٧٠٠تنه يې ووژل شول.

د يوې پوځي احصايې پر اساس، د جګړې له پيله د روان ميلادي کال د جولاى تر پايه په عراق او افغانستان کې د امريکا دوه لکه او دېرش زره پرسونل دندې ترسره کړي دي.

د امريکا ٩٧٧ پوځيان يوځل او ٣٠٠ زره نور يې تر دوه ځلې زيات په افغانستان او عراق کې وګمارل شول، چې دغه پوځيان د دغو جګړو په اړه خاطرې لري او دغو جګړو د دوى پر ژوند او برخليک تاثير کړى دى.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د ارقامو له مخې، په افغانستان کې له ٢٠٠٩م کال وروسته د امريکايي پوځيانو تلفات زيات شوي، چې د روان ميلادي کال تر اکتوبر پورې دغه تلفات ١٦٨٢ تنو ته رسېدلى دى.

د سپټمبر مياشتې تر شپږمې نېټې پورې د افغانستان په جګړه کې ١٣ زره او ٧ سوه تنه ټپيان شوي دي.

په امريکا کې ٢٩٠٠ ښځې او نارينه کونډې يا کونډ شوي، په زرګونو ماشومان بې پلاره شوي، يا يې هم ميندې د ټروريزم ضد جګړه کې وژل شوي دي. په افغانستان او عراق کې د جګړو په نتيجه کې د ١٤٣٩ کسانو پښې يا هم لاسونه غوڅ شوي او معيوبه شوي دي.