ایران نه غواړي د ″همسایه″ په نوم افغانی فلم فیسټیوال ته وړاندې شي

همسایه فلم د افغان فلم جوړونکي زبیر فرهنګ تولید دی، چې په خپرېدو یې بندیز لګېدلی.

د بشري حقونو د فلمونو په لومړي فیسټیوال کې چې ټا کل شوې وه، د ګاونډي په نوم يو فلم په کې نندارې ته کېښودل شي، خو د خپریدو مخه یې ونیول شوه.
یوشمېر افغان فلم جوړونکي چې په دې فیسټیوال کې یې ګډون کړی و، وایي، چې د همسایه فلم د نه خپریدو یواځینی علت، په افغانستان کې د ایراني چارواکو د مخنیوي هڅې وې.

د دی فیسټیوال مسوول ملک شفیعي، چې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د یوشمېر نورو فلم جوړونکو، سره په ګډه خبریالانو ته وینا کوله وویل، چې د بشري حقونو د مني په فیسټیوال ډیر فشارونه وو، څو د همسایه په نوم فلم خپور نه شي.

″کوم داستان چې موږ د همسایه فلم ته ورکړی، هغه کېسه ده، چې د طالبانو په وخت کې د سفید سنګ په اردوګان یا امنیتي پوستې کې تیره شوې ده.

کله چې دوی د امینتي پوستې له مسولینو د خپلو حقونو غوښتنه کوي او د مسولینو په وړاندې قیام کوي نونږدې ۴۳۵ کسه په کې وژل کېږي او ترټولو جالبه دا ده په کې چې په پای کې ټول ژوندي خښوي.″

د بشري حقونو د مني د فلمونو فیسټیوال، د لومړي ځل لپاره په کابل او مزار شریف ښارونو کې نمایش ته وړاندې شو، چې ترډیره په کې مستند فلمونه خپریږي.

دغه فیسټیوال، چې د یوې اونۍ لپاره یې دوام وکړ، په کې هغه فلم خپریدو ته پرنښودل شو، چې په ایران کې پر افغانانو شوي ظلمونه په مستنده توګه را برسیره شوی و.

ایران باید زموږ د فرهنګي پروګرامونو ملاتړ وکړي:

په عین وخت کې افغان فلم جوړونکې، صدیق برمک په ایران کلک انتقاد وکړ او ویې ویل، چې ایران غواړي د دې فلم په نه خپریدو سره، د افغانستان سینما ته زیان ورسوي.

″د دې پرځای چې زموږ ګاوڼدی هیواد ایران د دې فرهنګي پروګرامونو ملاتړ وکړي، متاسفانه د پردې ترشا یې هڅه کړې، چې د دې جشنوارې نظم خراب کړي.

دوی غواړي داسې وښيي، چې دغه جشنواره د افغانستان د ملي ګټو پرزیان ده.

ډیر فشارونه واچول شول، چې موږ دغه فلم له نندارې حذف کړو. خو موږ په افغانستان کې یو او نه غواړو هغه فلمونه حذف کړو چې زموږ کمیټې انتخاب کړي.

فرهنګ

د سینما ګرانو په استازیتوب له حکومت څخه غواړم، چې د اطلاعاتو او کلتوراو بهرنیو چارو وزارت په دې اړه متقابل عمل وکړي او دغه عمل وغندي.″

د افغانستان د سینما له خوا وروسته له هغې د دې فلم د نه خپریدو په اړه تند غبرګونونه راپورته شول، چې د دوشنبی په ورځ په د مزار شریف ښار کې
د فیسټیوال د پرانستلو پرمهال مخالفتونه رابرسیره شول.

دوی ویلي، چې دا فیسټیوال د اسلام ضد فلمونه خپروي، خو اصلي لامل یې د همسایه فلم نه خپرول وو.

دا چې ولې ایران نه غواړي د همسایه په نوم فلم چې د افغان فلم جوړونکي زبیر فرهنګ تولید دی، نندارې ته کېښول شي، د دې فلم جوړونکي له خولې به یې واورو.

د کمېټې خوا ټاکل شوي فلمونه باید حذف نه شي:

″ډیر فشارونه واچول شول، چې موږ دغه فلم له نندارې حذف کړو. خو موږ په افغانستان کې یو او نه غواړو هغه فلمونه حذف کړو چې زموږ کمیټې انتخاب کړي.

کېدای شي یو شمیر هېوادونه ونه غواړي، چې ځینې فلمونه نندارې ته وړاندې کړي.

خو دلته د بشرد حقوقو جشنواره ده او موږ فلم نندارې ته وړاندې کړ. موږ داسې ګومان کوو، چې د بلخ پوهنتون د لانجې لامل به هم همدا فلم وي، چې دغه جشنواره یې وځنډوله.″

نوموړی وایي، کله چې دا فلم جوړ شو ټولو هیوادونو یې مخنیوی وکړ، چې باید په فیسټیوالونو کې شامل نه شي.

دی زیاتوي په دې فلم کې هغه واقیعت ښودل شوي و، چې ان په ټلویزیونو کې یی پر خپریدونو بندیز ولګول شو.

ایران نه یواځې په افغانستان د وسله والو مخالفینو په ملاتړ تورن دی بلکې، داسې تورونه پرې پورې دي، چې دا هیواد د افغانستان په کلتوري چارو کې هم لاس وهنه کوي.

راپور: اسد الله لودین