په خوست کې نوی هوايي ډګر جوړیږي

د خوست ولایت د نوې هوايي ډګر د جوړيدو عملي چاري پيل شوې.
د هوايي ډګر مسوول چارواکي وايي، نوی هوايي ډګر به په دوو پړاوونو کې بشپړيږي.

د دوی په وینا په لومړي پړاو کې به د دوو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت د ډګر د احاطي چارې بشپړېږي او په دوهم پړاو کې به د پنځوسو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت د هوايي ډګر د پرواز لیکه یا رنوې او نور تا سيسات جوړيږي.

ټاکل شوې ده، چې دا پروژه په دريو کلونو کې عملاً ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.