ډاکټران: ډېر شر او شور د انسان پر اعصابو ناوړه اغېز کوي

په کابل ښار کې صوتي یا غږیزه ککړتیا دومره زیاته ده، چې حتی دوه تنه چې څنګ په څنګ روان وي هم په آسانه یو دبل په خبرو نه پوهیږي.
په کابل ښار کې د خلکو او نقلیه وسایطو د ډیرې ګڼې ګوڼې ترڅنګ صوتي یا غږیزه ککړتیا یوه بله لویه ستونزه ده؛ چې هره ورځ د دې ښار اوسیدونکي ورسره مخامخ دي.

د کابل ښار په هره برخه کې چې سړی ګرځي نو په هوټلونو او د کسټ پلورلو دکانونوکې جګې سندرې اوریدل کیږي، موټر هم جګ هارنونه نصب کړي، دکانداران او د سړک ترڅنګ پلورونکي هم هڅه کوي، خپلو پلوریدونکو موادو ته د خلکو د پام اړولو لپاره پر لاسپیکرونواعلانونه وکړي، د غه راز د غټواو وړو جنراتورونو جګ غږ خو پر سړي دومره بد لګیږي، چې هریو په دې هڅه کوي وي، چې له هغې سیمې پښې سپکې کړي.

حتی یوشمېرځوانان چې پرموټرسایکلونوهم ګرځي په جګ غږ سندرې اوري، د سړک ترڅنګ خواړه پلورونکي هم په لاسپیکرونو اعلانونه کوي، د آیسکریم، شیریخ او جوس پلورلو دکانونو کې هم یا ډول ډول فلمونه ښودل کیږي، چې جګ غږ یې خلک زوروي اویا هم پښتو، دري اوهندې سندرې، ډېرشمېر ځوانان چې پرلاره روان ويؤ په موبایلونو کې هم سندرې اوري.

دې شور او زوګ په کابل ښار کې خلک ډیرپه تنګ کړي، خو بله چاره نه لري او هره ورځ له سهارنه تربیګا پورې مجبوره دي، چې دا سندرې او بیلابیل غږونه چې زورونکي دي واوري.

د کابل ښار یوه تن اوسیدونکي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″زما نوم حامد دی، دلته د لاوډسپیکرو غږونه او ارنډونه ډېر لوړ دي، دا سندرې ډېرې په عذابول کوي. د ښار شورماشور هم ډېر بد تاثیر کوي، له دوکاندارانو هیله کوو، چې کسټې دې واچوي، خو غږ دې ورته نه لوړوي. ″

د دې غږیزې ککړتیا له امله حتی په ښار کې پرټلفون خبرې کول هم ګران کار دی ځکه چې سړی نه شي کولای د مقابل لوري خبرې سمې واوري اوپرې پوه شي، د کابل ښار یوه اوسیدونکي په دې اړه راته داسې وویل:

″یوه ورځ دلته په ښار کې وم، یو ملګري مې راته تلیفون وکړ، له دې ځي نه ښکته د دویمې حوزې خوا ته لاړم، دلته یې په مطلب پوه نه شوم.″

خو هوټل لرونکي، کسټ پلورونکي او نورخلک، چې په کابل ښارکې یې دا غږیزه ککړتیا رامنځ ته کړې وایي، چې دوی هم د خلکو د پام اړولولپاره دا کار کوي.

خو د رواني ناروغیو کارپوهان وایي، چې صوتي یا غږیزه ککړتیا د انسان پر اعصاب ډیره منفي او بده اعیزه کوي، د بیلابیلو او خطرناکو ناروغیو سبب ګرځي او حتی په ځینو انسانانو کې ذهني تمرکز له منځه وړي.

د رواني ناروغیو متخصص او د افغانستان د روان پیژندونکو د ټولنې رییس ډاکټرعزیزالدین همت د صوتي یا غږیزې ککړتیا د بدو اغیزو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"جګ او ډارونکي غړونه، د کسټونو جګ غږول، د موټرو بې ځایه او جګ هارنونه او داسې نور د انسانانو په روان ډیرې بدې اغیزې لري.

لکه څنګه چې د یوې چاودنې غږ سړی داروي، په ځینو مواردو کې داسې نور غږونه هم ناوړه اغیزه پرې باسی او د ځینو خطرناکو ناروغیو لامل ګرځي.

حتی غږیزه ککړتیا اوځینې ناڅاپي غږونه که د هرڅه وي خلک په ځانګړي توګه ماشومان په ویره اوخفګان اخته کوي."

ده وویل، په هرحال اوهرځای کې باید هرسړی هڅه وکړي، چې د نورو د زورولو لامل نه شي اود ده په خبره دا حق هیڅوک نه لري، چې د خپلې ګټې لپاره په ښار کې صوتي یا غږیزه ککړتیا رامنځ ته او نورخلک په بیلابیلو او خطرناکو ناروغیو اخته کړي.