ملګرو ملتونو په نیویارک ښار کې خپله عمومي اسمبله پرانستله

د عمومي اسمبلې رییس ناصر عبدالعزیز ال ناصر د غونډې په پرانستونکې وینا کې د شخړو او د اقلیم د بدلون په ګډون، د ستونزو په حل کې د نړیوالې همکارۍ غږ وکړ.

الناصر دغه راز وویل، د لیبیا موقتي مشرتابه د ملګرو ملتونو عمومي منشی بانکی مون ته یو لیک استولی او وایي، انتقال شوری باید په ملګرو ملتونو کې د لیبیا د استازي په توګه په رسمیت وپیژندله شي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله به په راتلونکې اوونۍ کې خپل کلني عمومي بحثونه پیل کړي او د نړۍ د هیوادونو مشران به په مهمو مسالو خبرې وکړي.