د خبريالانو د دفاع ټولنې د اميد خپلواک د وژنې مسوولين طالبان ګڼي

ځوانيمرګ امېد خپلواک

د خبريالانو د دفاع ټولنې د افغان خبريال احمد امېد خپلواک په وژنه کې وسلوال طالبان ملامتوي او وايي دغو وسلوالو پر يوه ملکي اداره چې د راډيو- ټلويزيون دفتر دى بريد کړى او په نتيجه کې خپلواک وژل شوى دى.

افغان خبريال احمد اميد خپلواک تېره پنج شنبې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د وسلوالو طالبانو د ډله ييز بريد پر مهال ووژل شو. تر اوسه يوه لوري هم د نوموړي د وژنې مسووليت نه دى منلى.

پنځه ويشت کلن خپلواک تر شلو له زياتو کسانو سره هغه وخت ووژل شو، چې وسلوالو د ترينکوټ د راډيو- ټلويزيون، ولايت، امنيه قوماندانۍ او د لويو لارو پر يوه کنډک ډله ييز بريد وکړ.

افغان دولت د احمد امېد خپلواک په وژنه کې طالبان ملامتوي، طالبانو که څه هم پر دې پېښه خواشيني څرګنده کړې خو د هغه د وژنې مسووليت يې مستقيماً نه دى منلى. د جنوبي اسيا د رسنيو د ټولنې يا سفما مشر ضيا بوميا هغه څوک ملامتوي چې لومړى يې بريد کړى دى:

”ډېر مسووليت د هغې ډلې په غاړه دى، چې بريد يې کړى دى. ګيله هغې ډلې ته ورګرځي چې هغه افغان حکومت دى، چې دوى معمولاً خپلې دفاعې له ښارونو يا داسې سيمو پيلوي، چې هغه غيرنظامي سيمې دي او ملکي خلک په کې وژل کېږي. دا اوس تاسې په کابل او نورو غټو ښارونو کې وګورئ، ملکي سيمې په پوځي سنګرونو بدلې شوي دي، چې دا خپله د ملکي خلکو پر مرګ ژوبلې يا دوى ته د زيان په رسولو کې ډېر اغېز لري“

د اميد خپلواک نااميده کورنۍ او ملګري لا هم د هغه وير کوي. خپلواک دوه کاله مخکې واده کړى و او يوه کوچنۍ لور ځنې پاتې ده.

تر خپلواک مخکې بل افغان خبريال عبدالصمد روحاني د ٢٠٠٨م کال په جون مياشت کې په هلمند کې ووژل شو، جان الله هاشمزاده د ٢٠٠٩م کال په اګست مياشت کې د پاکستان په شمال کې د وسلوالو په ډزو ووژل شو. تر دې مخکې هم ځينې افغان خبريالان په بېلابېلو سيمو کې وژل شوي، ګواښل شوي او بنديان شوي دي.

که څه هم چارواکې د ځينو خبريالانو د قاتلينو د نيولو او محاکمې ژمنې د دوى د تلين په غونډو کې تازه کوي، خو افغان دولت تر اوسه نه دى توانېدلى چې د وژل شويو خبريالانو قاتلين عملاً محاکمه کړي.

د احمد امېد خپلواک د وژنې په باب د خبريالانو د دفاع ټولنې دا وايي چې وسلوالو طالبانو پر يوه غيرنظامي اداره چې د راډيو- ټلويزيون دفتر دى، بريد کړى او دا په خپله يوه لويه سرغړونه ده.

د نى موسسې د رسنيو د څارنې مسوول صديق الله توحيدي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې دغه ټکي ته اشاره وکړه:

” اميد خپلواک د دولتي راډيو- ټلويزيون پر ودانۍ د حملې په وخت کې شهيد شوى دى. دا که يې د طالبانو لورى نه مني- که نه مني، خو پر يوې ملکي ودانۍ بريد مني، چې دا وداني هم د يوې رسنۍ ده، که دا رسنۍ دولتي ده که غيردولتي، پر غير نظامي ودانيو حمله، پر بېګناه او بېدفاع خلکو حمله ده.

يو جنګي جرم دى. د امېد خپلواک شهادت په افغانستان کې ټول خبريالان خواشيني کړل“


خپلواک تر وژنې لږه شېبه مخکې خپل ورور ته په ټليفون يو ليکلى پيغام لېږلى، له خپلې کورنۍ څخه يې غوښتي وو، چې ده ته دې دعا وکړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستيال دين محمد مبارز راشدي، له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل افغان دولت د افغان خبريالانو خونديتوب ته پوره زمينه برابره کړې او نوموړي له ښکېلو خواوو وغوښتل چې دې مسئلې ته جدي پام وکړي.

د نى اداره وايي په افغانستان کې له تېر کاله پنځه خبريالان وژل شوي ١٨ وهل- ټکول شوي او څوارلس نور ګواښل شوي دي

په افغانستان کې تېرو لسو کلونو کې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي ٣٠٢ پېښې ثبت شوي، په دې کې د خبريالانو وژنه، ګواښل، تښتول، بندي کېدل او نور موارد شامل دي.

د امېد خپلواک د وژنې په باب د نورو خبريالانو نظرونه (دلته) واورئ