خصوصي سیاحتي شرکتونو د حاجیانو په اړه د کابیني پر پریکړې نیوکه وکړه

په افغانستان کې د ګرځندوی یو شمېر شرکتونو، چې د کابینې د وروستۍ پریکړې له مخې د حاجیانو د انتقال له بهیر څخه ویستل شوي، ګواښ وکړ، که دا پریکړه بیرته وانخیستلې شي، نو په احتجاج به لاس پورته کړي.

د خصوصي سیاحتي شرکتونو یو شمېر استازې چې د چهارشنبې په ورځ د سوداګرۍ او صنایعو په خونه کې راټول شوی وو، وویل چې دوي د اساسي قانون د ۱۰، ۱۱ او ۱۳ مادې له مخې خپل حق غواړي.

د ګرځندوې شرکتونو د اتحادیې مشر حسن زي منګل ګواښ وکړ، چې د ستونزې د نه هوارې په صورت کې به مظاهرې کوي:

(موږ نه پوهیږو چې موږ ورته د وزیرانو شورا ووایو او که د ماشومانو شورا همدغه د حج وزیر وړاندیز کړی وو چې دغه شرکتونه تقدیر بغیر له پچې اچونې برخه اخلي، دا شرکتونه په تور لیست کې او دا جریمه د وزیرانو له شورا پاس شوې ده .

پرون د حج وزیر وړاندیز وکړ او په خپلو خبرو بیا وختل، خو اخر دا چې موږ به تر هغه پورې خپل حق غواړو چې تر څو يي راکړی نه وي او مرکز او ولایتونو کې به لاریونونه کوو.)

که څه هم د خصوصي سیاحتي شرکتونو استازې ادعا کوي، چې د دولت په پرتله، حاجیانو ته ښه او په وخت خدمتونه برابروي خو د وزیرانو شورا د دې له امله چې خصوصي شرکتونه له حاجیانو ډیرې پیسې اخلي، دوي ته د سهم ورکولو ډډه کړې ده.

سعودي عربستان په ۱۳۹۰ کال کې افغانستان ته د ۳۰۰۰۰ حاجیانو سهمیه ورکړې چې خصوصي سیاحتي شرکتونه د لسو زرو حاجیانو غوښتنه کوي.

بل لور ته، د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي، چې دغه پریکړه د یوه راپور له مخې د وزیرانو په شورا کې شوې ده.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال او سرپرست وزیر داعي الحق عابد وایي، چې په دغه پلاوې کې د دولت یولس بېلابېلې ادارې ګډون لري چې د حاجیانو بهیر څارې او ارزونه یې کوي:

(کومه پریکړه چې وشوه لومړې دا چې یو پلاوی ټاکل کیږي د لس یا یولس وزارتو نه د ولسمشر د حکم په اساس دوي هم کنټرول کوي او هم نظارت کوي او هم ددوي نه راپور اخلي.

کابینه ددوي د راپور په اساس پریکړه وکړه چې سږکال ۳۰زره حاجیان د وزارت په غاړه وي په همدې اساس دا پریکړه وشوه.)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې تیر کال یو کمیسیون په عربستان کې افغان حاجیانو ته د خدمتونو د برابرولو په اړه راپور برابر کړی وو، چې له مخې یې دریو خصوصي شرکتونو ته د ښو خدمتونو د برابرولو په خاطر پرته د پچې اچونې د حاجیانو د انتقال ژمنه شوی وه.

د خصوصي ګرځندوې شرکتونو استازې له دې هم شکایت کوي، چې تر دې دمه افغانتور شاوخوا ۶۰۰ شرکتونو ته جواز لیکونه ورکړي چې له دې کبله به ورته ډیر مالي تاوان ورسیږي.

مخفي عزیزي، کابل