د سویډن کمېټه په ۲ ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې مرسته کوي

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه وایي، چې د دریو کلونو لپاره به د سمنګان او سرپل ولایتونو د روغتیایې خدمتونو په برابرولو کې مرستې وکړي.

دغه مرستې د سویډن د نړیوالې پراختیایي ادارې یا سیدا له خوا ورکول کیږي، چې ټولې ورته ۱۴۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي.

په دغو مرستو کې د کلینیکونو جوړول، بیارغول او پراخول هم شامل دي.