ولسمشر کرزي په نیمروز ولایت کې د سپرلیو پر یو موټر چاودنه غندلې ده

په دې چاودنه کې چې پر یو مسافر وړونکي بس شوې وه ۱۳ کسان وژل شوي وو او اتلس نور ټپیان وو.

په خبر پاڼه کې د ولسمشر کرزي له خولې، دا برید د هېواد د دښمنانو کار بلل شوی دی او ترسره کونکي یې د خلکو دښمنان بلل شوې دي.

د دې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي وو.

که څه هم د دې چاودنې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستي خو د بمونو او چاودنو پړه ډیره کله وسلوال طالبان پر غاړه اخلي.

د ا په تیره یوه اوونۍ کې څوومه چاودنه ده، چې په کې ولسي خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.