پر کانټیننټال هوټل وسله وال برید

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې د کانټیننټال پر هوټل د شوی وسله وال برید په اړه ډول ډول راپورونه ورکړل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په وینا په دې برید کې چې بېګاه شپه پیل شوی و او تر سهار یې دوام درلود د دوو پولیسو په ګډون اته تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سرو ویلي دي، چې اته واړه برید کوونکي وژل شوي دي.