ایا رښتیا هم افغانستان د ښځو لپاره خطرناک دی؟

نړېوال نظر پوښتنه:افغانستان د ښځو لپاره خطرناک هېواد بلل شوی

د متخصصینو د یوې نړېوالې نظر پوښتنې له مخې افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی دی.

د تومسن ریوټرز فونډیشن له خوا په سروې کې ویل شوي، پراخ تاوتریخوالی، کمه روغتیايي پاملرنه او فقر له افغانستانه ښځو ته تر ټولو ناوړه ځای جوړ کړې دی.


دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ.


په دغې سروې کې د کانګو دیموکراتیک جمهوريت او پاکستان په دویمه او دریمه درجه کې راغلي دي، هند څلورم او سومالیا پنځم هېواد بلل شوی دی .

دغو متخصصینو ویلي دي، چې په پاکستان کې د جهیز او شرم په ارتباط د ښځو د وژنې او د ماشومانو د ودونو پيښې تر ټولو ډيرې دي.

په نظر پوښتنه کې روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي، تاوتریخوالي، فرهنګي او مذهبي تعصب او د انساني قاچاق په اړه له پنځو لویو وچو نه د ۲۱۳ متخصصینو نظرونه پوښتل شوي دي.

دلیل: په هر نیم ساعت کې یوه مور د زیږون پر مهال مري

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي چې په دې هېواد کې په هر نیم ساعت کې یوه مور د زېږون په مهال مري.

د روغتیا وزارت سرپرستې ثریا دلیل تېره اوونۍ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوي د سروې له مخې په افغانستان کې هر کال نولس زره میندې د زېږون پر وخت مړې کېږي.

مېرمن دلیل وایي.، چې د مېندو د مړینې د راکمولو لپاره د روغتیا وزارت پوره هڅې کوي خو د خلکو پاملرنه هم مهمه ده ځکه د زېږون پر مهال د میندو د زیاترو مړینو مخه نیول کېدای شي په دې شرط که مور په موقع روغتیاي مرکز او قابلې ته ورسول شي.

په کندهار کې ۳۰قابلګانې فارغې شوی

په کندهار کې یو دېرش ښځو تېره اوونۍ د قابلګۍ دوه کلنه روزنیزه دوره بشپړه کړه او د فراغت سندونه یې تر لاسه کړه.

د کندهار د عامې روغتیا د نرسنګ د څانګې مشرې ډاکټرې نسرین بارکزۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د دغو قابلو فراغت به له هغوۍ سره مرسته وکړي چې په دې ولایت کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شي.

بارکزۍ زیاتوي، چې په کندهار کې د عامې روغتیا ریاست تر دې وړاندې هم نهه اتیا قابلو ته دوه کلنې زده کړې ورکړي او پلان لري چې هر کال په دغه ولایت کې له پنځوس تر شپېتو قابلې وروزي.

دا یو دېرش قابلې په داسې وخت کې فارغې شوي چې ویل کېږي تر بدخشان وروسته کندهار دوهم ولایت دی چې د زېږون پرمهال د میندو مړینه په کې زیاته ده.


د افغان او ایراني میرمنو ګډ نندارتون

د افغانستان د ښځو چارو وزارت تېره اوونې د مور د ورځې په مناسبت د افغان او ایراني ښځو د لاسي صنایعو ګډ نندارتون جوړ کړ.

په دې نندارتون کې ګڼو کسب ګرو ښځو خپل لاسي صنایع لکه غالۍ، د ستنې کار، ګاڼې، لرګین او خټن لوښي او د حکاکۍ ځينې اثار نندارې ته وړاندې کړي و.

د افغان ښځو د ټولنې غړې فېروزه امرخیل، چې په دې نندارتون کې یې افغاني جامې، خامک شوې توکرونه او د نارینه جامو غاړې نندارې ته ایښې وې وایي، چې دا د هغو بې وزله خو هنرمندو ښځو د لاس کارونه دي چې په کورونو کې یې جوړوي او دوي نندارې ته وړاندې کړي دي.

د ښځو د لاسي صنایعو دا نندارتون په داسې حال کې جوړېږي چې کسبګرې ښځې خپلو محصولاتو ته د مناسب بازار د نه درلودو او بهر ته د خپلو جوړو شویو صنایعو له نه صادرېدو شکایت کوي .

د کابل د احمد شاه بابا اوسېدونکۍ حبیبه روفي د نندارتونونو له جوړولو خوښي څرګندوي وايي، په دغو نندارتونو کې دوي کولای شي خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي او پېرودونکي ورته پیدا کړي.

حبیبه روفي وایي، زیاتره لاسي صنایع بې وزلې او کونډې ښځې په دې هیله جوړوي چې په ښه بیه وپلورل شي او خپلو بچو ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي مثلا ښځې په میاشتو میاشتو د څراغ تتې رڼا ته ناستې وي په یوه غاړه زیار کالي ګنډي ، خو له دې امله چې دوي خپلو محصولاتو ته بازار او مارکیټ نه لري مجبوره کېږي چې په ارزانه بیه یې په ځينو دوکاندارانو وپلوري.

حبیبه رووفي زیاتوي چې زحمت ښخې باسي خو ګټه د نورو په جیبونو کې لوېږي .

فېروزه امرخیل وایي، که د ښخو د لاسي کارونو لپاره نندارتونونه جوړ شي ښځې کولای شي یو د بل له تجربو نه استفاده وکړي او په خپلو کارونو کې نوښت راولي دغه راز کورني او بهرني فرمایشونه تر لاسه کوي او لاسي کارونه یې په ښه بیه خرڅېږي خو دا وایي، چې دوي نه بازار لري او نه هم نندارتونونه ورته جوړېږي.

مېرمن فېروزه له اړوندو ادارو غواړي، چې د ښځو د لاسي صنایعو لپاره په هېواد دننه او بهر نندارتونونه جوړ کړي او دوي ته مناسب بازار پیدا کړي .

دا یوازې کسبګرې ښځې نه دي چې د نندارتونونو د زیاتېدو غوښتونکې دي، د لوګر اوسېدونکې ملالۍ چې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون ته راغلې وه د افغان ښځو د لاسي هنر د لا غوړېدا او خلکو ته د دغه هنر د ور پېژندلو په برخه کې د نندارتونونو جوړول اغیزناک بولي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت ته هر کله چې د ښځو د ستونزو د اوارۍ موضوع مخ ته کېږي، نو دوي ځان پالیسي جوړونکې وزارت بولي او د عملي کار مسولیت په نورو ادارو اچوي.

د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر د ښخو لپاره د نندارتونونو د جوړولو په اړه وایي، سره له دې چې دوي پالیسي جوړونکې وزارت دی او د نندارتونونو جوړول د دوي دنده نه ده، خو بیا هم په افغانستان کې دننه او بهر هر کال له څلوېښت تر پنځوس نندارتونونه جوړوي.

د ښځو چارو وزارت د نندارتونونو د جوړولو لپاره اړوندو وزارتونو ته پالیسي جوړوي باید هغوي عمل پرې وکړي، خو سره له هغه هم موږ د نورو وزارتونو د هڅونې لپاره هر کال ښځو ته څلوېښت پنځوس نندارتونونه جوړوو.

دغه راز له بهره د خامو موادو په راوړلو کې هم له ښځو سره مرسته کوو.

ددې نندارتون ځینې عکسونه دلته کتلای شئ:




د ولایتي شوراګانو د ښځینه غړو یوه شبکه جوړه شوې

په دې وروستیو کې د افغانستان د ولایتي شوراګانو ښځینه غړو د ښځو د ستونزو د اوارۍ لپاره د ولایتي شوراګانو د ښځينه غړو یوه شبکه جوړه کړه.

دغه شبکه چې اوس یوازې د مرکزي ولایتونو یا مرکزي زون د ولایتي شوراګانو ښځينه غړې په کې ګډون لري غواړي ډېر ژر د افغانستان په څلورو نورو زونونو کې هم دغسې شبکې جوړې او سره همغږې کړي.

د ولایتي شورا ګانو د شبکې انتخابي مشره او د کابل د ولایتي شورا غړې تور پېکۍ نوابي د دغسې شبکې جوړېدل یو ضرورت ګڼي.

د ولایتي شوراګانو د ښځينه غړو شبکې دمګړۍ په کابل کې د خپلو غړو د مهارتونو د زیاتونې او د ښځو د ستونزو د راسپړنې او اوارېۍ لپاره دوه روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي دي.

د ولایتي شوراګانو ښځینه غړې وایي، چې د دغې شبکې له لارې به وکولای شي د ولایتي شورا ګانو د ښځینه غړو ملاتړ وکړي او هم د یو بل له تجربو ګټه واخلي او خلکو په تېره ښځو ته مثبت کارونه ترسره کړي.

تر دې وړاندې هم د ښځو د حقونو د لاسته راوړنې او د ښځو په وړاندې د زور ظلم د ختمولو لپاره ګڼې ټولنې او شبکې جوړې شوې دي خو تر اوسه د افغان ښځو په ژوند کې د پام وړ بدلون نه دي تر سترګو شوی.

دا چې دغه شبکه به وتوانېږي، چې د ښځو د ژوند د بهترۍ لپاره اغیزناک کارونه وکړي که نه مېرمن نوابي وايي، چې د ولایتي شوراګانو ښځینه غړې د خلکو استازې دي چې د دوي په مستقیمه رایه ټاکل شوي دي نو که دغه ښځې لاس سره یو کړي ډېرې اغېزناکې ثابتېدلای شي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان د قوانینو له مخې د ولایتي شورا ګانو په سلو کې پنځه ویشت څوکۍ ښځو ته ځانګړې شوي دي.

اوس مهال د افغانستان په ولایتي شوراګانو کې د ښځو شمېر یوسلو څلورویشتو ته رسېږي.

د ښځو لپاره د ازادۍ راډیو دا ځانګړې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.


دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ.