د افغانانو لاسي صنایعو ته ښه نړېوال مارکیټ موندل کیږي

د افغانستان د سوداګرۍ خونه او تنویر شرکت، چې د دوبۍ دوموتکس نندارتون افغان سوداګرو ته یو ښه چانس بولي وایي، چې افغان صنعت کاران باید په دې نندارتون کې خپل لاسي صنایعې نندارې ته وړاندې کړي.

تنویر شرکت او د سوداګرۍ خونې په همدې هدف د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوګډ کانفرانس جوړ کړ، چې ځینې لاسې صنایع هم په کې نندارې ته وړاندې شول.

د تنویر شرکت اجرایوي مشراحمد فهیم پیرزاد وویل، د دغه کانفرانس هدف د افغانانو د لاسي صنایعو پیاوړي کول او په نړېوالو بازارونو کې ورته د مارکیټ موندل دي.

(زموږه هدف له دغه کانفرانس څخه دادی، چې وکړای شو د افغانستان صادرات پیاوړي کړو او افغان صنعت کاران وهڅوو، چې له دغه سوداګریز چانس څخه ګټه پورته کړي.

موږه دا هڅه کوو، چې افغان صنعت کاران په نړېوالو بازارونو کې خپل لاسي صنایع خرڅ کړي زموږه یوازینی هدف د افغانستان د اقتصاد، صادراتو او تولیداتو پیاوړي کول دي.)

ټاکل شوې دوموتکس د لاسي صنایعو ترټولو لوی نندارتون د روان میلادي کال د سیپټمبر په دولسمه یا څوارلسمه نېټه په دوبۍ کې جوړ شي.


یو شمېر صنعت کارانو هم چې خپل لاسي صنایع یې نندارې ته ایښې وو د دوموتکس نندارتون ته خوښې څرګنده کړه، خو زیاته یې کړه چې حکومت باید ورسره د بازار موندنې او وړتیاو د لوړولو په برخه کې مرسته وکړي.


ددې نندارتو ځينې تصویرونه دلته کتلای شئ






د افغانستان د سوداګرۍ د خونې ریس قربان حقجو وویل، افغانستان به د نړېوالې ټولنې له مرستو وروسته له یوه اقتصادي بحران سره مخ شي او د دغه بحران د مخنیوي لپاره باید په هېواد کې په بنسټیزو برخو لکه کرنې، کانونو او صنعت باندې پانګه اچونه وشي.

که له یوې خوا مسولین هڅه کوي، چې د افغانانو لاسي صنایعو ته په نړېوالو بازارونو کې مارکیټ پیدا کړي خو په ورته وخت کې دا اندیښنې هم موجو دې دي چې د افغانانو لاسي صنایعې په نړېوال ستندرد او معیار برابر نه دي.

د سوداګرۍ وزارت سلاکار سپارښتنه کوي، چې د دوموتکس نندارتون څخه وړاندې افغان صنعت کارانو ته باید مسلکي روزنه ورکړل شي.

راپور: اسدالله لودین کابل