د القاعده نوي مشر الظواهري ته د امریکا خبرداری

متحدوایالاتو د القاعده شبکې نوی مشر، ایمن الظواهري د اسامه بن لادن یو بېکاره لاروی وباله او خبرداری یې ورکړ، چې د خپل استاد ورځې ته انتظار وباسي.

ظواهري ته د امریکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز ادمېرال مایک مولن پیغام دا و، چې د بن لادن برخلیک ته دې سترګې په لار واوسي.

له القاعده سره یوې تړلې ویبپاڼې پرون خبر ورکړ، چې په مصر کې زېږېدلی ایمن الظواهري، د اسامه بن لادن پرځای د القاعده شبکې د مشر پرځای ټاکل شوی دی.

بن لادن د مې په دوهمه نېټه د امریکا د ځانګړي کومانډو ځواک په عملیاتو کې په پاکستان کې ووژل شو.

الظواهري چې نژدې شپېته کلن دی له ډېرې مودې راهیسې له بن لادن وروسته د القاعده دوهم کس ګڼل کېده او تمه کېده چې د دې شبکې راتلونکی مشر به وي.

معلومه نه ده چې نوموړی چېرته اوسي خو ګومان کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په قبایلي سیمه کې به دېره وي.

امریکا د الظواهري د نیولو لپاره د هرراز معلوماتو په بدل کې د 25 میلیونه ډالرو انعام اعلان کړی.

الظواهري د روانې جون میاشتې په پیل کې په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، چې امریکا د جهاد له رنسانس سره مخامخ ده.