مور:سوغاتونه څه کړو اولادونه مو دې نه وژل کیږي

په ننګرهار کې ۲۰۰میرمنو د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه:

د افغانستان د ښځو د ټولنې له خوا په ننګرهار کې دوو سوو ښځو او څلور سوو ماشومانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د پژواک خبري اژانس د خبر په اساس د دغې ټولنې مشرې فتانې ګیلاني ویلي، چې له پنځو کلو راهیسې یې په جلال اباد ښار کې د روزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل کړې او دا دی شپږ سوه ښځو او ماشومانو ته یې دوه ښوونیز مرکزونه پرانیستي دي.

په دغو مرکزونو کې د حرفوي زده کړو تر څنګ د سواد زده کړې، اقتصاد او بشري حقونو په اړه زده کړې هم شاملې دي.


د ښځو د ستونزو لپاره دا ځانګړې شوی پروګرام د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ


په کابل کې د ښځو لپاره ځانګړې پارک پرانیستل شو:

د کابل ښار د زړو مکروریانو په سیمه کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ښځو لپاره ځانګړی پارک پرانیستل شو.

د پژواک د خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه پارک چې صمیمیت نومېږي د یوه افغان سوداګر له خوا د پنځوس زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

د افغان نجونو د والیبال ملي ټیم تاجکستان ته ولاړ:

د افغانستان د نجونو د والیبال د ملي ټیم شپاړلس لوبغاړې د تېرې جمعې په ورځ تاجکستان ته ولاړې.

د باختر د اطلاعاتي اژانس د رپوټ له مخې دغه نجونې به د کوربه هېواد د نجونو د والیبال لوبډلو سره لوبې تر سره کوي او د خپلو مهارتونو د زیاتولو لپاره به تمرینونه کوي.


د مور ورځ د غبرګولي په ۲۴مه:

د غبرګولي څلورویشتمه په افغانستان کې په رسمي بڼه د مور د ورځې په نامه لمانځل کېږي په دې ورځ ځينې دولتي ادارې د مور د ورځې د درناوي لپاره غونډې جوړوي او ځينې کورنۍ خپلې میندې په سوغاتونو لمانځي.

د مور د ورځې د لمانځنې په اړه په تاریخي روایاتو کې راغلي، چې د عیسې له زوکړې مخکې به یونانیانو په کال کې یو ځل په یوه معبد کې د مور د ورځې جشن جوړاوه او په دغې ځانګړې ورځ به یې د مور لپاره خاص مراسم جوړول.

د مور د ورځې د لمانځلو معاصر تاربخ یوې امریکایي مېرمنې انا جارویس په ۱۸۵۸ کال کې د میندو د کار د ورځې په نامه پیل کړ او ښځې یې دې ته وهڅولې چې د خپلې پوهې کچه لوړه کړي او له ناروغیو د ماشومانو د ساتنې په برخه کې کار وکړي.

انا جارویس دا هڅه هم کوله چې د میندو تر منځ د دوستۍ اړیکې ټینګې کړي او له دې لارې د امریکا د کورنۍ جګړې ښکېلې خواوې سولې ته راکاږي.

اوس مهال د نړۍ ټول هېوادونه په کال کې یوه ورځ د مور په نامه لمانځي، په ګڼو اروپایي او امریکایي هېوادونو کې د مې میاشتې دوهمه یکشنبې د مور ورځ ده.

په افغانستان کې له څلوېښتمو کلونو را په دې خوا د مور ورځ د غبرګولي يه ۲۴مه لمانځل کېږي دغه ورځ به لومړی یوازې په ارګ کې لمانځل کېده خو ورو ورو په دولتي کچه په ګڼو وزارتونو او ولایتونو کې هم په سمبولیکه بڼه لمانځل کېږي.

د مور د ورځې لمانځنې په ځینو ښاري سیمو کې نن سبا کورنیو ته هم لار کړې او میندو ته د سوغاتونو به ورکولو لمانځل کېږي .

د کابل اوسېدونکې ذکیه علیزۍ چې خپله مور ده او هم مور لري وایي، کله چې د مور په ورځ یې اته کلنه لور ورته وایي چې مورې ورځ دې مبارک او یو څه ورکوي ډېره خوشاله کېږي.

که څه هم دغې ورځې په ځينو ښاري کورنیو کې لار کړې او خلک یې خپلو میندو ته د سوغاتونو په ورکړې لمانځي خو اوس هم ګڼې افغانې میندې د مور د ورځې په اړه معلومات نه لري.

مور:سوغاتونه څه کړو اولادونه مو دې نه وژل کیږي:

د لوګر اوسېدونکې کریمه چې یوه مور ده وایي، د مور ورځ به څه کړي هدیې او سوغاتونه یې نه دي پکار د دوي اولادونه دې نه وژل کېږي .

د افغانستان د ښځو چارو وزارت هر کال د مور ورځ په شاندارو مراسمو لمانځي حال دا چې په ټول افغانستان کې ښځې له بېلابېلو ټولنیزو، امیتي او روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

د کابل د ولایتې شورا غړې تور پېکۍ نوابي په اوس وخت کې د مور د ورځې تر شانداره لمانځنې د میندو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د کچې د را کمولو لپاره د هڅو د زیاتېدو غوښتونکې ده .

ایا کونډې د اوږو پیټی دی:

ځينې کسان داسې ګومان کوي، چې کونډې د کورنیو د اوږو پېټی دی له دې امله یو شمېر کورنۍ هڅه کوي چې کونډې د هغوي له خوښې پرته د مېړه د کورنۍ یوه بل غړي ته واده کړي او په دې توګه د هغې او د هغې د ماشومانو د ساتنې مسوولیت ورپه غاړه کوي، خو شته داسې ګنې کونډې چې د مېړه له مړینې وروسته کونډتون کوي او په خپل مټ ځان او خپل اولادونه ساتي.

د هلمند اوسېدونکې مینا چې اوس په کابل کې اوسي یوه له هغو کونډو څخه ده چې یې مېړه وژل شوی او دا په خپل کار او زیار خپل اولادونه روزي.

مینا چې خپله هم لوستې ښځه ده غواړي اولادونه یې تعلیم وکړي نوموړې چې اوس د خیاطۍ او لاسې کارونو په مرسته خپل ژوند پر مخ بیایي.

مینا د خپل ژوند له تجربې وایي، چې کونډې باید هیڅکله مایوسې نه شي بلکې له خپلو شته امکاناتو او وړتیاو ګټه واخلي او د خپل ځان او بچیانو د راتلونکې د ښه والي لپاره زیار وکاږي .

نیمه نړۍ خبرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي يي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.

د ښځو د ستونزو لپاره دا ځانګړې شوی پروګرام د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ