کابل: د چاپیریال ساتنې نړېواله ورځ ولمانځل شوه

د کرنې د برخې متخصیصن ګواښ کوي او وایي، که چېرې په افغانستان کې د چاپیریال ساتنی برخې ته پاملرنه ونه شي، نو په راتلونکو کې به د هېواد د ګڼې ګوڼی ښارونه د اوسیدو وړ نه وي.

د کابل پوهنتون، د زراعت د پوهنځي استاد نصار احمد کوهستانې د یکشنبی په ورځ د چاپیریال ساتنې د نړېوالې ورځې په لمانځ غونډه کې په افغان دولت کلک انتقاد وکړ، چې د چاپیریال ساتنې په برخه کې یي د ادارو په جوړېدو سره ډیرې پیسې لګولې خو لاس ته راوړنه نه لري.

نوموړي د کابل ښار ککړې هوا اوچاپیریال ته په اشارې وویل، چې دمګړۍ د کابل ښار له ځنګلې سیمو څخه د بېلابېلو مرغانو او الوتونکو شمېر خورا کم شوی او د ځینو کمیابه مرغانو نسلونه د له منځه تلو په حال کی:

(موږ په دې برخه کې هیڅ ډول لاسته راوړنه نه لرو، نور خلک په ارقامو مه غولوئ، چاپیریال ساتنه عملي کار غواړي نه تشریفاتي، چې تاسئ یواځې خلکو ته احصایي ورکړي او هغوي په شمېرو ماړه کړي.

چارواکو مسولینو،په داسې حال کې چې په تیرو څو کلونو کې په هره برخه کې میلیونونه ډالر لګول شوي خو بیا هم وضیعت ورځ په ورځ خرابیږي.

نو راځئ په افغانستان کې د چاپیریال ساتنې په اړه خبرې پریږدي او عمل ته راشو، اصول له خپل کور، له دفتر څخه شروع کړو،اوس مهال هم د مرغانو او ژویو ښکار روان دی، هغه مرغان چې په نړۍ کی پرې تحقیق کیږي موږ یي ښکار کوو وژنو یي.

د چاپیریال ساتنې په برخه کې ډیره بودیجه لګول شوې، خو موږ هیڅ نه دی حاصل کړي، په دې برخه کې باید د تکرارې ادارو له فعالیت څخه مخنیوي وشي.)

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې په درې لسیزو جګړو کې، له یو اعشاره نه میلیون هکټار، ځنګلونو څخه، یو اعشاریه دری میلیون هکټار پاتې دی.

د کابل پوهنتون د زراعت د پوهنځي محصلینو هم د کابل ښار د هوا ککړوالې لویه ستونزه بولي.

دغه محصلین وایې، چې د دوي د معلوماتو له مخې په موټرونو کې د بې کیفیته تیلو، د خښتو په بټیو، حمامونو او نانوایویو کې د لرګیو او رابرونو په سوځولو سره د کابل ښارهوا په مضره زهرجنو موادو لړلي، چې د انسانانو سربیره یي د ژوېو، مرغانو، او نباتانو روغتیا ته هم زیان رسولی دی.

د کرنی وزارت د طبیعي منابعو عمومي ريئس محمد هاشم بارکزی په دې غونډه کې، په تیرو څو کلونو کې یي د ځنګلو او څړځایونو په برخه کې خپلو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه، خو له خلکو څخه یي هم وغوښتل چې د ځنګلو په ساتلو کې دی همکارې وکړي.

چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د ځنګلونو د له منځه وړلو په اړه شکایت کوي د رسمي شمېرو له مخې د نړۍ یو پر دریمه برخه وچه ځمکه ځنګلونو پوښلی ده.

د کرنې د برخې د پوهانو په وینا چې هر کال په نړۍ کې دیارلس میلیونه هکټار ځنګلونه له منځه وړل کیږي.

د کتونکو په اند د چاپیریال نړېواله ورځ په لومړی ځل په سویډن کې ولمانځل شوه، دا ورځ د نورو هېوادونو په شان په افغانستان هم لمانځي.

کتونکې انتقاد کوي او وایي، که څه هم د چاپیریال د نړېوالې ورځې د لمانځلو هدف د چاپیریال ساتنې ته د خلکو د پاملرنې را جلبول دي خو وایي، چې په افغانستان کی د دې ورځې له لمانځلو سره سره بیا هم د چاپیریال وضیعت خصوصا په کابل ښار کې د خرابېدو په حال کې دی.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل