په افغانستان کې دوه اسټرالیايي عسکر وژل شوي

د اسټرالیا د دفاع وزارت وايي، چې پرون په افغانستان کې د دوو جلا پیښو په ترڅ کې د دوی دوه پوځیان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، چې یو اسټرالیايی سرتیری د اروزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شو؛ کله چې پرې یوه افغان سرتیري د ګزمې پر مهال ډزې وکړي.

اسوشیېټډ پرېس اژانس وايي، چې دغه افغان سرتېری له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

خبر زیاتوي، چې دوهم اسټرالیايي سرتیری د هلیکوپټرې د بېړنۍ ناستې له امله وژل شوی دی.

د دغو دوو پوځیانو په وژل کېدلو سره له ۲۰۰۱ کال راهیسې، چې اسټرالیا خپل ځواکونه افغانستان ته رالېږلې د دغه هیواد ۲۶ سرتیري وژل شوي دي.
د ایساف له خوا په یوې بلې اعلاميی کې راغلي دي، چې د دوی دوه سرتیري تیره ورځ د افغانستان په ختیځ کې د یوي چاودنې په ترڅ کې وژل شوي دي، خو بیا هم د دغو سرتیرو د هویت او دقیق ځای په اړه څه نه دي ویل شوي.