مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو رسولو ناقانونه دستګاه نېولې

د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې یو غړی انجنیر عطا محمد یاري

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وایي، چې د غیر قانوني دستګاه ګانو څخه چې د امنیتي ګواښونو، ترور او اختطاف لپاره ترې کار اخیستل کېږي، د ګاونډیو هېوادونو نه افغانستان ته راوړل کېږي.

د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې یو غړی انجنیر عطا محمد یاري، چې د شنبې په ورځ یې نیول شوې غیرقانوني دستګاه خبریالانو ته ښوده وویل، چې داسې دستګاوې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راوړل کیږي.

نوموړي که څه هم د کوم خاص ګاونډي هېواد نوم وانه خیست. خو په ډاګه یې کړه چې په دې تړاو نیول شوى انجنیر ایرانی دی، چې دغه غیر قانوني دستګاه یې ثبت کړې وه:

″په خواشینۍ سره د ګاونډیو هېوادونو څخه داسې دستګاوې رالېږل کېږي او یا د هغوی له خوا د نورو په وسیله داسې غیر قانوني فعالیتونه افغانستان ته راوړل کېږي او آسانتیاوې ورته برابروي.

موږ دا مسئله له خپل لوري تعقیبوو، خو تاسو ته دا ویلی شم، چې هغه کس چې دا دستګاه یې نصب کړې، د ایران دی.″

د غيرقانوني مخابراتي دستګاوو مالي زيان:

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي، چې غیرقانوني مخابراتي دستګاوې دولت او قانوني کمپنیو ته په زرګونو ډالر زیان اړوي او د نورو مخابراتي کمپنیو کیفیت هم ټيټوي.

له بل لوري د افغانستان د مخابراتو د تنظیم اداره هغه ګونګوسې ردوي، چې ګواکې مخابراتي سکټور د دولت د سیاسي اهدافو او یا د مخالفینو لپاره کارول کېږي.

انجنیر عطامحمد یاري وایي، چې مخابراتي خدمتونه عام المنفعه دي او پرې به نه ږدي چې له دې خدمتونو څخه سیاسي ګټه واخیستل شي:

″د مخابراتو پر ځینو شرکتونو فشار راوړل کیږي، چې دوی دې خپل فعالیتونه په خپل ټاکلي وخت کې ترسره کړي او د شپې له خوا دې خپل فعالیتونه ودروي.

په دې کې داسې څه نه شته چې هغه دې د نظامي مخابراتو او یا د نظامي اهدافو د کشف لپاره ترې ګټه پورته شي. دوی ټول باید دا خبره واوري، چې دغه مخابرات د نظامي اهدافو لپاره نه دي، یوازې خدمات خلکو ته وړاندې کوي، په تجارتي ډول یې خلکو ته وړاندې کوي او د هیچا په ضرر نه دي، نو دوی باید د دغه انکشاف مخه ونه نیسي، حتی باید ورسره کوښښ وشي″

انجنیر یاري له ټولو هغو خلکو چې د مخابراتي خدمتونو سره مخالفت کوي، غوښتنه کوي، چې له دې مخالفت څخه دې لاس پرسر شي.

د مخابراتو وزارت وایي، چې هڅه کوي هغه امنیتی ګواښونه چې د مخابراتو وزارت د کار په مخ کې پراته دي، حل کړي څو په لیرې پرتو سیمو کې ټولو عامو خلکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.

رپورټ: مخفي عزیزي - کابل