خلک:ناثبت شوي سیمکارتونه موږ ته ستونزې جوړوي

که څه هم د مخابراتو وزارت د غیر قانوني سیمکارتونو پلورل ډیره موده مخکې منع اعلان کړي، خو لا هم د کابل ښار په ډیرو سیمو کې د ټولو خصوصي مخابراتي کمپنیو سیمکارتونه په ازاد ډول پلورل کیږي.

ویل کیږي، چې غیر قانوني یا نا راجستر شوي سیمکارتونه د خلکو د زورولو، تهدید او ان په ځینو مواردو کې د اختطاف لپاره کارول کیږي.

دمګړی په هېواد کې پنځه لوی مخابراتي شبکې فعالیت کوي، چې له دې څخه د څلورو خصوصي کمپنیو لکه روشن، افغان بیسیم، اتصالات او ام ټي ان سیمکارتونه په بازار کې په ازاد ډول خرڅیږي.

د کابل ښار د کوټه سنګې په سیمه کې د نا ثبت شوېو سیمکارتونو یو تن پلورونکې وایي، چې دا ډول سمیکارتونه د کمپنیو له نماینده ګیو څخه ترلاسه او پرته له راجستر کولو یي په سل افغانۍ پلوري:

(زما نوم منان دی، د چهاردهې اوسیدونکې یم، له ماسره سیمکارتونه او د هغوي کارتونه موجود دي.

زه د ام ټي ان، اتصالات، روشن او افغان بیسیم کمپنیو سمیکارتونه خرڅوم، دا سیمکارتونه ټول خپله د کمپنیو د نمایندګیو څخه رانیسم او بیایي دلته پلورم. کمپنۍ هم داسې څه ممانعت راته نه کوي.)

په ورته وخت کې د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم رییس خیرمحمد فیضی وایي، چې د نا ثبت شووسیمکارتونو پلورل په جدي توګه منع دي او له مخابراتي کمپنیو سره یي د دا ډول سیمکارتونو د نه خرڅولو په اړه تړنونه هم لاسلیک کړي دي.

دې هم په ښار کې د نه راجستر شوېو سیمکارتونو خرڅلاو مني خو وایي، هغه کمپنۍ چې له شوي تړون څخه سرغړونې کوي، لوړې جریمې به پرې ولګوي.

په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې د نا ثبت شوېو سیمکارتونو پلورل په دې وروسیتو کې خلکو په ځانګړي توګه کورنیو او ښځو ته ډیرې ستونزې پیدا کړي، هغوي زورول کیږي، ګواښل کیږي او غیراخلاقي خبرې ورته کیږي.

سره له دې چې کابو درې میاشتی مخکې د مخابراتو وزارت ځینې خصوصي مخابراتي کمپنۍ جریمه کړي او ګواښ یي کړي وو که چېرې د موبایل سیمکارتونه له ثبت او راجسټرکېدو پرته وپلوري نو ان تر دوه میلیونه ډالرو به جریمه شي.

مخابراتي کمپنیو ته د مخابراتو وزارت د ګواښ څخه دا دې درې میاشتې تیرې شوې خو لا تر اوسه هم په کابل او ولایتونو کې د موبایل سیمکارتونه په پراخه سطح له ثبت پرته خرڅیږي او خلک یي کاروي.

رپورټ: مخفي عزیزی، کابل