په ناروې کې یو افغان ماشوم په خپله سندره د خلکو احساسات راوپارول

توفان په خپله سندره کې وايي، چې ولې بايد زه اويا بل ماشوم له خپل وخته مخکې مړه شي.

په ناروې کې یو افغان ماشوم په خپله سندره د خلکو احساسا راوپارول

توفان ديارلس کلن دی. دی د ناروې دې پروګرام ته وروسته له دې ورسېد چې له لسګونو نارويژيانو څخه په مسابقو کې مخکې شو.

توفان په خپله رپ سندره کې، چې شعر یې هم په خپله ده ويلی، د ماشومانو د مړينې د مخنيوي پيغام ورکړی دی او وايي، چې ولې بايد زه اويا بل ماشوم له خپل وخته مخکې مړه شي.

کله چې هغه دغه سندره په رپ کې ويله د ډيرو ناستو حاضرينو او ژوري پلاوي سترګې له اوښکو ډکې وې .

له توفان څخه مو وپوښتل، چې د ده په نظر ولې ناستو کسانو د ده سندرې ته له دې سره سره چې چکچکې کولې، وښکې بيهولې؟

افغانان باید خپلې هلې ځلې سره شريکې کړي ځکه چې د ده په وينا که افغانان يو بل ته لاسونه ورکړي هيواد به يې ودان شي.

توفان
توفان وويل، زما په سندره کې ويل شوي وو، چې ولې افغان ماشومان او نور خلک هغسې ژوند نه لري، چې د نورې دنيا خلک يې لري، ولې افغانستان د ناروې په شان پرمختللي نه دي. ولې افغانستان پرمختګ ته نه پرېږدي.

توفان دوه کلن و، چې ناورې ته تللي او له څلورو کلونو راهيسې رپ سندرې وايي.

دی وايي، چې موسيقۍ ته خپلې خور تشويق کړی.

هغه وايي، چې اوس په يوه نارويژي فلم کې هم کار کوي. دا فلم به په راتلونکو مياشتو کې د ناروې له تلويزيونه خپور شي .


مینه

هغه پر موسيقۍ سربيره له فوټبال سره هم مينه لري، خو وايي، چې غواړي په راتلونکي کې وکيل شي، نوموړي وويل، له دې سره سره چې له هيواده ليرې دي خو له افغانستان سره يې مينه په وينه کې ده.

توفان په افغانانو ږغ وکړ، چې له يو بل سره مرسته وکړي، خپلې هلې ځلې سره شريکې کړي ځکه چې د ده په وينا که افغانان يو بل ته لاسونه ورکړي هيواد به يې ودان شي.