جرمني:د بامیانو د بودا د وړې مجسمې ترمیم ممکن کار دی

د جرمني د مونشن پوهنتون له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د جرمني پوهانو د ډلې د مشر اېروین اېمرلېنګ Erwin Emmerling له قوله ویل شوي دي، چې د بودا د وړې مجسمې سلګونه ټوټې سره یوځای کېدای شي او د ده په وینا دا ممکنه ده، خو د لویې مجسمې د ترمیم په اړه په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پروفیسور اېمرلېنګ د دې مجسمې دولس متره پنډوالي ته په پام سره یوڅه زړه نا زړه دی.

د بامیان د بودا مجسمې- صلصال او شمامه چې د یوې اوږدوالی یې 53 او د بلې یې 35 متره دی، له نژدې یونیم زره کلونو راهیسې د یوه پاڼ پرسر ولاړې وې خو د طالبانو د واکمنۍ په وروستي کال د ځینو افراطي کړېو په هڅونه، په دې پلمه چې دا په هېواد کې د بت پرستۍ نښه ده، والوزول شوې.

د مونشن پوهنتون په خبرپاڼه کې د دې مجسمو د جوړولو په برخه کې د سیاسي او عملي خنډونو یادونه هم شوې او ویل شوي دي چې د دې کار د عملي کولو لپاره په کار ده چې یا باید په بامیان دره کې یوه وړه فابریکه جوړه شي او یا هم یوزراو څلورسوه ګړنګونه چې د هریوه وزن به تر دوه ټنو پورې وي، جرمني ته انتقال شي.

د راپورونو له مخې د بودا د دې دوو مجسمو د ترمیم لګښتونه ښايي د جاپان له مرستو څخه ورکړل شي.

جرمني پوهان وايي، چې په دې مجسمو کې له بنفش، نارنجي، سره، سپین او نورو بېلابېلو رنګونو څخه کار اخیستل شوی و او یوه ډېره رنګینه او په زړه پورې بڼه یې لرله.

د مونشن پوهنتون پوهان د خپلو څېړنو له مخې اټکل کوي، چې د بودا وړه مجسمې به د 544 او 595 له میلاده وروسته او لویه هغه به د 591 او 644 له میلاده وروسته کلونو ترمنځ جوړه شوې وي.

په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې په پام کې ده د بامیان د بودا مجسمو د راتلونکې په اړه د بحث لپاره راتلونکې اونۍ په پاریس کې یو کنفرانس هم جوړ شي.

بامیان ښار ته نژدې هغه تاقونه چې یووختې دا مجسمې په کې ولاړې وې، اوس د ملګروملتونو له خوا د نړۍ د کلتوري میراثونو په ډله کې خوندي شوي دي.