افغان او پاکستاني خبریالان د جګړې په پای ته رسولو کې مهم رول لوبولای شي

افغان او پاکستاني خبریالان

په کابل کې د افغان او پاکستاني خبریالانو دا ناسته د هغه درې کلن پروګرام پیل بلل کیږي، چې په کې د دواړو هېوادونو خبریالان له یو بل سره ښه اشنا کړای شي او په خپله کې مسلکي همکارۍ پراخه کړي.

په کابل کې د افغان او پاکستاني خبریالانو ترمنځ دا ناسته د کلید ګروپ او د پاکستان د سولې د انسټیټیوټ له خوا ترتیب شوې او په کې دیره خبریالان به د دواړو هېوادونو په روانو ستونزو او د هغو د حل لپاره د رسنیو په رول خبرې وکړي.

د کلید ګروپ مشرې میرمن نجیبه ایوبي وویل، چې دغه خبریالان په خپلو هېوادونو کې د روانو نا امنیو په له منځه وړلو کې رغنده رول لوبولې شي:

(په دې دریو کلونو کې به یو شمېر رپورټونه ترتیب شي، چې په لومړېو شپږو میاشتو کې به د پولې د دواړو غاړو ستونزو او مسایلو په اړه یو ویشت څیړنیز رپورټونه تولید شي.

موږ غواړو، چې د افغانستان او پاکستان د رسنیو ترمنځ په دې همکارۍ سره د نا امنیو په کمولو کې ګټور رول ولوبوو.)

د دواړو هېوادونو د خبریالانو ترمنځ د همکارۍ د پراخولو لپاره دا هڅې په داسې حال کې پیل شوي، چې اوس مهال په افغانستان او پاکستان کې رسنۍ د خپلو فعالیتونو په وړاندې له ځینو جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د تروریزم په خلاف روانه مبارزه او په دواړو هېوادونو کې د طالبانو په خلاف روان جنګونه د دې سبب شوي، چې هر کال یو شمېر خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو په مهال له منځه ولاړ شي.

خو له دې سره سره په پاکستان کې د ډان نیوز ټلویزني شبکې مسؤل ظاهر شاه شیرازي وایي، چې خبریالان باید په دواړو هېوادو کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په هواري کې خپل رول ولوبوي.

د ښاغلي شیرازي په وینا د دوي له خوا کیدونکې ګډې هلې ځلې کولې شي د دې ستونزو په هواري کې مثبت رول ولوبوي.

د روانې غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو هم ګډون کړې وو او د دواړو هېوادونو له خبریالانو یي وغوښتل، چې له سیاسي معاملو نه لرې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې هم د دواړو هېوادونو د خبریالانو ترمنځ ورته غونډې په کابل او پاکستان کې جوړې شوې وې، چې په کې له دواړو خواو څخه په لسګونو خبریالانو ګډون کړې وو.

کتونکي تر ډیره په دې باور دي، چې دا غونډې کولې شي، ځینو هغو مسلکي ستونزو ته هم د پای ټکې کیږدي، چې اوس مهال د دواړو هېوادونو رسنۍ ورسره لاس او ګریوان دي.