استاد شاولي : د موسیقۍ نوي وسایل باید داسې وکارول شي چې پښتو موسیقۍ خپل خوند وساتي

افغان سندرغاړی استاد شاولي

وتلي سندرغاړې استاد شاولي په یوه مرکه ازادي راډیو ته ویلي چې ده او دده همعصرو سندرغاړو په موسیقۍ کې د پښتو غزل د ښکلا لپاره ډیر څه وکړل . نوموړی وايي د معاصرې موسیقۍ او په کې د کاریدونکیو نویو الو مخالف نه دی خو دا باید داسې وکارول شي چې د پښتو موسیقۍ خپل خوند او بڼه پر ځای پاتې شي .

له استاد شاولي سره هارون باچا چې دې خپله هم د پښتو موسیقۍ یوه نامتو څېره ده مرکه کړې ده . د همدې پاڼې کیڼ اړخ ته يې (ږغ) له برخې اوریدلی شئ.