چارواکي:که د نشه يي توکو تقاضا کمه نه شي نو پروړاندې يي مبارزه بې ګټې ده

په نړېوالو بازارونو کې د اپیمو د بیو د لوړېدو په تعقیب افغان حکومت په هېواد کې د نشه يي توکو په خلاف په سیمه ایزه او نړېواله کچه د مبارزې غوښتنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندی د مبارزې مرستیال جنرال باز محمد احمدي د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په نړېوالو بازارونو کې د اپینو لوړې بیې به افغان بزګران به یو ځلې بیا په نا امنه سیمو کې په پراخه کچه د کوکنارو کښت ته وهڅوي.

ښاغلي احمدي اندیښنه وښوده او ويي ویل که چېرې د نشه یي توکو په کښت او تولید کې یو ځل بیا زیاتوالی راشي نو دوي یي په اسانۍ سره قابو کولای نه شي، د ده په خبره دا ځکه چې په دې برخه کې کافي ځواک او وسایل نه لري.

احمدي وویل، که چېرې په نړېوالو بازارونو کې د نشه یي توکو تقاضا یا غوښتنه را کمه نه شي نو په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې روانه مبارزه به ګټوره نه وي:

(که چېرې په سیمه ایزه توګه په سرحدونو کې معلومات سره شریک نه شي او ګډه عملیات ونه شي، نو په نړېواله کچه نشه یي توکو ته تقاضا زیاتیږي او دا د دې لامل کیږي، چې د اپیمو بیې لوړې شي او بزګران به یوځل بیا وهڅیږي، چې نشه یي توکو کر ته مخه کړي.

که هرڅومره موږ مبارزه ورسره کوو تولید یي را ټیټوو د کښتونو مخه یي نیسو که چېرې په نړېواله کچه د نشه یي توکو تقاضا را کمه نه شي، نو زه فکر کوم چې دې ستونزې ته به په افغانستان کې د حل لار پیدا نه شي.)

دا اندیښنې وروسته له هغې څرګندیږي چې د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې یا او ان او ډي سي په خپل نوي راپور کې په نړېوالو بازارونو کې د اپینو د بیو د لوړېدو په اړه اندیښنه وښودله.

د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې دا کار به افغان بزګران په راتلونکي کال کې یوځل بیا د کوکنارو کښت ته وهڅوي او په دې توګه به له نشه یي توکو سره روانه مبارزه له خنډ سره مخامخ کړي.

د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې افغان حکومت باید له نړېوالی ټولنې سره همغږي زیاته کړي ، د بزګرانو معیشت بدیل ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپل امنیتي ځواک پیاوړی کړي، د چارو شنونکي جنرال عتیق الله امر خیل وایي:

(که همغږي پیدا شي او بل خلک تشویق شي او ورسره بدیل د معیشت ورکول شي نو معلومه ده چې کموالی به راشي.)

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي چې اوس مهال د هېواد په ۹ جنوب لویدیځو ولایتونو کې د نشه یي توکو کښت زیات دی شل ولایتونه د نشه یي توکو له کښت څخه پاک شوي او څلور نور هم صفر ته رانږدې دي، چې د دې هڅو په لړ کې د نشه یي توکو کښت په دوه زره لسم میلادي کال کې اته څلویښت فیصده کم شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وایي چې دوي به هڅه وکړي په راتلونکی کال کې د نشه یي توکو کښت را کم کړي.

که څه هم په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې پر ګډون افغان حکومت د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه چټکه کړي خو بیا هم افغانستان کې د نشه یي توکو د کر او تولید مهم مرکز بلل کیږي.

راپور:ذکیه غیاثي،کابل