په کونړ کې د ايران پرخلاف لاريون

لاریون کوونکو په افغان دولت او نړېواله ټولنه غږ وکړ، چې بايد ايران سره خپل ټول اړيکې پرې کړي

په کونړ کې د ايران پر خلاف په سلکونو کسانو مظاهره وکړه، لاريون کوونکو د ايران د ولسمشر احمدي نژاد جوړې کړې څيرې، تور بيرغونه په لاسونو کې نيولي و، د نړېوالو او افغان دولت څخه يي غوښتنه کوله چې بايد ايران سره خپل هر راز اړيکې پرې کړي.

لاريون د سهار په يو لسو بجو د سلګونو کسانو له خوا چې په کې ژورنالستان، ليکوالان او عام وګړي شامل و د ولايتي شورا د دفتر له مخې د تکبير په نارو او مړه دې وي ايراني واکمنان په شعارونو پيل شو.

د لاريون يو وينا وال وويل، ايران له ډيرو تيرو کلونو څخه د افغانستان او افغانانو د يووالي پر خلاف شومې هڅې پيل کړي، په افغانستان کې يي د قومونو او مذهبونو ترمنځ د جګړې اور ته لمن وهلې ده
د لاريون يو ګډونوال له افغان دولت څخه هم په دې ګيله کوله چې د ايران حکومت د افغانستان په کورنيو چارو کې بربنډه لاس وهنه کوي
او اوس يي افغانانو ته د اقتصادي زيان د اړولو په خاطر په خپله خاوره کې د افغاني سوداګرو هغه نږدې دوه زره د تيلو ډک تانکرونه درولې چې کومو افغانستان ته تيل راوړل.

مظاهره کوونکو وويل، ايراني واکمن دا حق نه لري چې په افغانستان کې د دوي پرخلاف د کيدونکو مظاهرو مخه ونيسي او يا هم له افغان حکومت څخه د لاریون کوونکو د نيولو غوښتنه وکړي.

د لاريون يو ګډونوال له افغان دولت څخه هم په دې ګيله کوله چې د ايران حکومت د افغانستان په کورنيو چارو کې بربنډه لاس وهنه کوي، افغانان وژني له بې شمېره بې ګناه افغان کدوالو څخه زندانونه ډک کړي خو دوي چوپه خوله ناست دي.

هغه له نړېوالې ټولنې وغوښتل، چې پر ايران خپل فشار نور هم زيات کړي ترڅو د ظلمونو څخه لاس واخلي.

په پای کې د مظاهري شپږ ماده ايز پريکړه ليک د سيد اغا مياخيل له خوا ولوستل شو، چې په کې د افغاني سوداګرو درول شوي په سلګونو ټانکرونو د راخوشې کولو او افغاني سوداګرو ته د اوښتي تاوان د ورکولو غوښتنه شوې وه.

په پريکړه ليک کې له ايران غوښتل شوي، چې په ايران پر ميشتو افغان کډوالو دې خپلو ظلمونو ته د پای ټکى کيږدي.

لاریون کوونکو په افغان دولت او نړېواله ټولنه غږ وکړ، چې بايد ايران سره خپل ټول اړيکې پرې کړي، لاريون کوونکو د افغان سوداګرو د هغې پريکړې ملاتړ وکړ چې په کومه کې يي ايران سره تجارتي اړيکې پرې کړي دي.

لاريون د غرمې وروسته په يوه بجه د شهيدانو په چوک کې په پوره امنيت کې پای ته ورسيده چې په کې د احمدي نژاد، جوړې شوې څيرې او د ايران بيرغ وسوزول شو.

د يادونې وړده چې له کونړ څخه وړاندې په هرات، کابل،مزارشريف او د هېواد په نورو ولايتونو کې ديته ورته مظاهري او غوښتني شوي وې چې تيره ورځ افغاني سوداګرو اعلان وکړ، چې دوي ايران سره خپل ټول سوداګريزې اړيکې پري کړي.

راپور-روح الله انوري،کونړ