د كندهار قومي مشران وايي،د هلمند د سيند اوبه دې په ایران بندې شي

د هلمند سیند

وروسته له هغه چې ايراني چارواکو د تېرې يوې مياشتې را په دي خوا تر دوه زره زيات د تيلو ډک ټانکرونه په خپله خاروه کې ايسار کړي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته داخل شي د کندهار ولايتي شورا او قومي مشرانو په يوه غونډه کې د ايراني چارواکو دا کار په سختو ټوکو وغانده او د افغان حکومت څخه يي وغوښتل، چې د ايراني چارواکو د دې کار په غبرګون کې د هلمند د رود هغه اوبه بند کړي چې دا مهال ايران ورڅخه استفاده کوي.

دغه راز قومي مشرانو د ايراني چارواکو دا ادعا رد کړه، چې ګڼې د ايران څخه افغانستان راتلونکي تيل ايتلافي ځواکونه کاروي.

د دوي په خبره د ايراني چارواکو د دې کار زيان يوازې عامو خلکو ته رسيږي، د کندهار د ولايتي شورا مشر احمدولي کرزى وايي:

(دا د ايران د حکومت دښمني ده د افغانانو سره نه د ناټو سره ناټو خپل وسايل په ډالرو چلولای شي دا په ښکاره دښمني ده د فغانانو سره که چېرې ايران د دې کار څخه لاس وا نه خلي نو د خپل دولت څخه مې غوښتنه داده چې هغه اوبه چې د هلمند څخه ايران ته ځي بندې کړي.)

د کندهار قومي مشران دغه غوښتنه وروسته له هغه کوي، چې څو ورځې مخکې د کندهار ملي سوداګرو د يوه پريکړه ليک په خپرولو سره وويل، که چېرې ايراني چارواکي په خپله خاوره کې درول شوو ټانکرونه ته اجازه ورنه کړي نو له دې وروسته به د ايران هېواد سره هر ډول راکړې ورکړې پریکړي کړي.

راپور-محمدصادق ریښتینی،کندهار