په بدخشان کې هغه سیمو ته خوراکي مواد رسول شوي چې واورو يي لارې بندې کړي

داکتر محمد دایم کاکړ

د وراورې د ورېدو له امله، د بدخشان ولایت په لسو ولسوالیو کې د لارو بندیدلو په اړه له راپورونو وروسته د پېښو په وړاندې د مبارزې اداره وایي، چې دوي له مخکې دغو ولسوالیو ته خوراکي مواد لیږدولي دي.

د دغې ادارې مشر داکتر محمد دایم کاکړ د شنبې په ورځ په یوه ځانګړې مرکه کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې اوس مهال د بدخشان ولایت د پنځو ولسوالیو لارې بندې دي.

نوموړي وویل، چې په نږدې راتلونکې کې د دغو لارو خلاصول یو څه ستونزمن کار دی خو د ضرورت په وخت کې هڅه کوي دغو سیمو ته د تاجکستان له لارې خوراکي توکي ولیږدوي:

(د ۲۳ ولسوالیو لاره خلاصه ده فقط ۵ ولسوالۍ چې هغه مخکې هم ددې واورو نه ددې لارې بندې وې مخکې ددې نه چې دا لارې بندې شي موږ ۲۲۵ متریک ټنه غذايي توکي، ۱۰ ټنه وریجي مو لیږلي او ای او ام غیر غذايي کیټونه لکه چې د پخلنځي کیټونه ور لیږلي دي.)

په سیمه کې د ازادۍ رادیو د خبریال په خبره اوس مهال د سختې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت د پنځلسو نه تر شپاړلسو ولسوالیو لارې تړل شوي دي او دغې پېښې خلک د خوراکي موادو د کمښت له ستونزې سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې د بدخشان ولایت یو تن اوسیدونکي ازادۍ راډیو ته وویل، چې تر اوسه پورې د هیڅ یوې مسولې ادارې له خوا له دوي سره مرسته نه ده شوې.

ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه، تر څو په ژمي کې د لارې بندېدو له امله د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي:

(شپږ اوه ورځې کیږي چې په بدخشان کې واورې اوري، د لسو نه تر پنځلسو ولسوالیو پورې لارې تړل شوی دي،خوراکي توکي نه موندل کیږي، دارو درمل نشته خلک بیخې احتیاجه دي.

دولت تر اوسه هیڅ هم نه دي کړي زموږ هیله داده چې حکومت همکاري وکړي خلکوته دارو درمل ورسوي او ژمنې مرستې ورته تیارې کړي)

د راپورونو له مخې په دې وروستیو کلونو کې د ژمي په موسم کې خلکو په بدخشان ولایت کې د لوږې له امله مړه شوي او ځینې کسان بیا په دغه ولایت کې د کبلو او وښو د خوړو له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د غور او بغلان ولایتونو څخه هم د لارې د بندېدو راپورونه رارسیدلي دي، خو د پېښو په وړاندې اداره یوازې د بدخشان په شپږو ولسوالیو کې د لارو بندیدل تاییدوي.

راپور-اسدالله لودین،کابل