مصر:د کرسمس د مراسمو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي

په داسې حال کې چې د مصر قبطي عیسویان د خپل مذهبي دودو له مخې د کرسمس جشن د لمانځلو لپاره تیاري نیسي، په دې هېواد کې سخت امنیتي تدابیر اعلان شوي دي .

د نوي کال په شپه د مصر په اسکندریې ښار کې د قبطيانو پر کلیسا په حمله کې لږترلږه یویشت تنه ووژل شول او تر ۲۷ زیات زخمیان شول.

د مصر په ټولو هوايي ډګرونو او بندرونو کې امنیتي تدابیر ټینګ شوي، د پولیسو افسرانو ته په رخصتي ورکولو بندیز لګیدلې دې او په بندرونو او هوايي ډګرونو کې د تلاشي پوستې جوړې شوي دي.

په مصر کې د قبطیانو د کرسمس د جشن لپاره دا ځانګري امنیتي ترتیبات په دې هېواد کې د قبطیانو پر ستره کلیسا تر حملې وروسته اعلان شول .

د دې حملې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دې منلی خو تر دې دوې میاشتې مخکې په بغداد کې د قبطیانو پر کلیسا د حملې مسولیت د القاعده شبکې په غاړه اخیستې و.

په عین حال کې د سعودي عربستان ستر مفتي دا برید غندلی او ویلي یې دي چې دا ډول حملې غیر مسلمانان د مسلمانانو په ضد درولای شي.