په کابل کې د کرسمس د لمانځلو لپاره چمتوالی نیول شوی

د کرسمس یا د عیسې علیه سلام د زوکړې اختر په رارسېدو سره د کابل ښار د ګلفروشۍ کوڅه هم خپله بڼه بدلوي.

په کابل ښار کې د ګلفروشۍ کوڅه یوازنۍ سیمه ده، چې بهرنیان په کې د کرسمس د اختر د لمانځلو لپاره ځان ته سوغاتونه او نور وسایل رانیسي.

په دې کوڅه کې د ګلانو د هر پلورنځي مخې ته د هغو ونو ستر کتارونه په سترګو کیږي، چې په دودیز ډول د کرسمس اختر د لمانځلو لپاره کارول کیږي.

د سیمې یو شمېر پلورونکي وايي، چې د کرسمس په ورځو کې د دوي بازار ښه تود وي، ځکه په دې ورځو کې د دوي ګلان او نورې زینتي ونې په زیات شمېر کې پلورل کیږي.

افغانستان که څه هم یو اسلامي هېواد دې او دلته د کرسمس د اختر لپاره کوم رسمي مراسم نه ترسره کیږي، خو هغه شمېر بهرنیان، چې اوس مهال دلته ژوند کوي او زیاتره یي د مسیحي دین پیروان دي دا اختر په ځانګړو مراسمو سره لمانځي.

لکه څرنګه چې مخکې دوکاندار وویل، چې یوشمېرافغانان هم د کرسمس په ورځو کې د دې اختر لپاره ګلونه او زینتي ونۍ اخلي.


دا چې موږ د دې رپورټ د برابرولو لپاره دې کوڅې ته راغلو هیڅ یو بهرنې هم نه لیدلې کېدو او ښایي د دې علت دا وي، چې دوي خپلې تیارۍ بشپړې کړې وي، ځکه نن د دیسمبر شپږویشمته نېټه ده، حال دا، چې د دې اختر اساسي مراسم د دې میاشتې په څلور ویشتمه نېټه ترسره کیږي.

افغانستان اوس مهال د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو کوربه هم دې، چې هېواد ته د امنیت د ټینګښت په هدف راغلي.

د دغو ځواکونو چارواکي وایي، چې دوي هم د کرسمس اختر لمانځي او د هغې لپاره ځانګړي مراسم جوړوي.

دا چې بهرنی عیسوي مذهبه پوځیان په افغانستان کې د کرسمس جشن څنګه لمانځي په اړه یي د ایساف د ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاتز وایي.

( دا زموږ لپاره خورا مهمه ده، چې له لیرې واټنونو څخه له خپلو کورنیو سره د کرسمس اختر لمانځو، البته د انټر نیت په وسیله، د ایمیل له لارې یا هم د اسمایپ له لارې له کورنیو سره اړیکه ټینګوو.

موږ په افغانستان کې یوبل ته د سوغاتونو او د خوړلو په ورکولو سره د کرسمس اختر لمانځو.)

لکه څرنګه چې له تاریخ څخه روښانه کیږي، د کرسمس جشن یا د عیسویانو اختر هغه وخت په لویدیځه نړۍ کې دود او وغوړېدو کله د روم امپراطور په څلورم میلادي پیړۍ کې د مسحیت دین ومنلو، د عیسویانو جنش په بېلابېلو عیسوي هېوادونو کې د هغوي د دودونو او رواجونو له مخې په بېلابېلو ډولونو سره لمانځل کیږي.

راپور : ذکیه غیاثي،کابل