په کندهار کې د ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي

په کندهار کې د ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنیوي نړېواله ورځ ولمانځل شوه که څه هم دولت او د بشري حقوقو خپلواک سازمانونه دغه ورځ هرکال لمانځي.

خولا هم په دغه ولايت کې د دغه معصوم قشر پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې نه يوازې دا چې کمې شوي نه دي، بلکې په شمېرکې يې د تېر په پرتله زياتوالى راغلى.

وهل ټکول، وژل، په بدو کې ورکړه، له کوره تښتېدل، جنسي تېرى، د زده کړې او کار په وړاندې خنډونه او نور ګڼ ناوړه دودونه او رواجونه هغه څه دي چې د دوي ژوند يې له ستونزو سره مخ کړى دى.

٤٥ کلنه خديجه چې په تېرو جګړو کې يې خاوند له لاسه ورکړى او د خپلو شپږو ماشومانو نفقه هم ور په غاړه ده وايي چې د ګټې وټې څوک نه لري او د ځينو ستونزو له امله دا نه شي کولاى چې له کوره د باندې راووځي او کار وکړي:

(ميرمن خديجه وايي، كه د يوې ښځې ميړه مړ شي هغې ښځې ته بيا اجازه نه وركول كيږي، چې له كوره ووځي او له خپلو حقوقو څخه دفاع وكړي، زما حق زما ليوراو يا خوسر را څخه اخلي.

زما اولادونه هم ټوله كوچينان دي، هغوي لباس او نور شيان چې كوچينانو ته لازم دي نه لري، كله چې زه له هغونه خپل حق غواړم هغوي وايي، چې ته حق نه لري كه زه دولت ته شكايت وكړم نو له كوره به مې هم وباسي.)

د فاطمې په نوم يوه بله ميرمن بيا وايي، چې په ماشومتوب کې واده شوې او د واده څخه يي اوس کلونه اوړي خو لا هم هره ورځ د خپل خاوند له خوا ظلمونه ور باندې کېږي.

په کندهار کې د بشري حقوقو د خپلواک کميسيون چارواکي هم د ښځو سره د تاوتريخوالي او ناوړه چلند په پيښو کې د زياتوالي خبره کوي.

د دغه کميسيون د ښځو د څانګې مرستيالې امنې افضلي ازادۍ راډيو ته وويل چې سږ کال د تېر په پرتله له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي دي.

د ميرمن افضلي په وينا چې په لېرې پرتو سيمو کې نا امني، بې وزلي، په کم عمر او په بدو کې ودول روغتيايې اسانتياو ته نه لاس رسۍ او داسې نورې هغه ستونزې دي چې د ښځو د تاوتريخوالي کچه يي لوړ کړي.

د کندهار ولايت د ښځو د چارو رييسه مېرمن زبيده پاينده هم په روان کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي او زور زياتي کچه لوړه بولي.

د ميرمن پايندې په خبره په روان کال کې له ښځو سره د تاوتريخوالي٦٣ بېلابېلې پېښې له دوي سره ثبت شوي، په داسې حال کې چې د دې په وينا د تير يوه کال په موده کې بيا شاوخوا شپيته ورته پېښې له دوي سره ثبت شوې وې.

چې په کې ځان سوځونه وژل ،وهل ټکول، طلاق ورکول او داسې نور ورته ناوړه چلند.

د ښځو د چارو ريسه زياتوي چې دوي په دې برخه کې له بېلابېلو لارو هلې ځلې کوي تر څو د ښځو په وړاندې د زور زياتې دغه کچه راټيټه کړي.

د کارپو هانو په باور که چېرې په هېواد کې د ناپوهې ځای پوهه ونيسي او د خلکو د زده کړې کچه لوړه شي نو د ښځو په وړاندې روان تاوتريخوالي او زور زياتی به را کم شي.

راپور- محمدصادق رښتينى، کندهار
.