مایک مولن: شمالي کوریا یو خطرناک هېواد دی

د امريکا د ټولو قواوو لوي درستيز وايي، چې په شمالي کوريا کې د يورانيمو د غني کولو د نويو تاسيساتو څرګندېدا ښيي، چې شمالي کوريا خطرناک هيواد دی ځکه چې د اټومي وسلې د جوړولو نيت لري.

د امريکا لوي درستيز اډميرل مايک مولن پرون وويل چې روسيه، چين، د امريکا متحد ايالتونه، جاپان او جنوبي کوريا بايد په ګډه د شمالي کوريا پر مشر کيم يونګ ايل فشار راوړي چې د اټومي وسلې له جوړولو لاس واخلي.

د امريکا د اټومي ساينس پوه سيګ فريد هيکر له قوله نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړي، چې دي د شمالي کوريا نويو تاسيساتو حيران کړي دي.

ښاغلي هيکر اجازه لري چې په منظم ډول د شمالي کوريا پټ اټومي تاسيسات وويني.

ده ويلي چې د شمالي کوريا چارواکو ورته ويلي، چې په نويو تاسيساتو کې دوه زره سنتريفيوژنونه فعال دي.