افغان ديپلومات حاجي عبدالخالق فراهي راخوشې شو

حاجي عبدالخالق فراهي

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم یې واخيستل شي ازادۍ راډیو ته وويل،
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم یې واخيستل شي ازادۍ راډیو ته وويل، چې فراهي د شنبې په ورځ راخوشې شوی او د تلیفون له لارې د سفارت له مسوولينو سره غږېدلی، خو په وینایې تر دې مهاله لا دوي ته نه دی سپارل شوی.

د نوموړي په وینا فراهي په یوه سرحدي سیمه کې د یو لړ پيچليو پوځي عملیاتو په پایله کې راخوشې شوی.

په پاکستان کې د افغانستان ديپلوماتيکو سرچینو ومنله چې په پېښور کې د افغانستان جنرال کونسل او د دغه هېواد لپاره نومول شوی سفير حاجي عبدالخالق فراهي راخوشې شوی دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم یې واخيستل شي ازادۍ راډیو ته وويل، چې فراهي د شنبې په ورځ راخوشې شوی او د تلیفون له لارې د سفارت له مسوولينو سره غږېدلی، خو په وینایې تر دې مهاله لا دوي ته نه دی سپارل شوی.

د نوموړي په وینا فراهي په یوه سرحدي سیمه کې د یو لړ پيچليو پوځي عملیاتو په پایله کې راخوشې شوی، خو له نورو جزیاتو يې ډډه وکړه، حاجي عبدالخالق فراهي دوه کاله وړاندې له پېښوره تښتول شوی و.

نوموړی په وروستي ځل د روان کال د مۍ میاشتې په لومړېو کې د پاکستان د یوه خصوصي تلويزيون پر هنداره را څرګند شو، هغه په دغه ويډيويي پيغام کې د افغانستان له دولت څخه غوښتنه کړې وه، چې د تښتوونکيو غوښتنې دې ومني کنه نو دی به ووژل شي.

په دغه ويډېو کې چې د کتیبه یې صلاح الدين ایوبي نومې ډلې له خوا خپره شوې وه، د غوښتنو په اړه څه نه و ويل شوي، خو پخوا تر دې داسې ويل کېدل چې تښتوونکیو د هغه د خوشې کولو په بدل کې د شپږ لکه امريکايي ډالرو او د خپلو دیرشو تنو هغو بندیانو چې د پاکستان او امريکا په زندانونو کې بندیان دي غوښتنه کړې.

که څه هم دغې سرچینې په دې لړ کې د هرډول سودا رپوټونه رد کړل خو د سیاسي چارو کارپوه رحيم الله یوسفزي بیا ادعا کوي چې د تښتوونکيو غوښتنې به خاماخا منل شوې وي.

نوموړي له ازادۍ راډيو سره په یوه مرکه کې وویل، چې د فراهي د خوشې کولو په بدل کې به خاماخا پيسې ورکړل شوې وي او هم امکان لري چې د تښتوونکيو نورې غوښتنې چې د یو شمېر بندیانو تبادله وه هم منل شوې وي.

حاجي عبدالخالق فراهي د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر پر ۲۲مه په رڼا ورځ د پېښور له حیات اباده تښتول شوی و، که څه هم په دغه پېښه کې د هغه ساتونکي ته زیان نه و اوښتی خو موټر چلوونکی یې په ډزو وژل شوی و.

نوموړي شپږ کاله پرله پسې په پېښور کې د افغانستان د جنرال کونسل په توګه دنده ترسره کړې او له تښتول کېدو څه موده وړاندې د اسلام اباد لپاره د سفير په توګه ټاکل شوی خو د خپلې نوې دندې له ترلاسه کولو وړاندې د ناڅرګندو وسله والو له خوا وتښتول شو.

فراهي د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد په موده کې د حرکت انقلاب اسلامي غړی و او د پخوانيو مجاهدینو په دوره کې یې د څلورو کلونو لپاره په کوټه کې د افغان کونسل په توګه کار کړی.

د نوموړي په اړه ويل کېږي، چې د خپلې دندې پر مهال یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې ستر رول درلود.

راپور--مجیب الرحمن انګار،پېښور