روسیه د خپلو پایپلاینونو د نوي کولو لپاره ۹۵۰ ملیارده یورو ته اړتیا لري

د روسيې د صدراعظم په وينا دا هيواد به د ۲۰۱۰ تر پایه پورې د پايپ لاينونو په پراختيا او نوي کولو نهه نيم مليارد يورو ولګوي.

روسيه د انرژۍ د توليد د ښه کولو لپاره په داسې حال کې هلې ځلې کوي، چې د دغه هيواد صدراعظم د تېلو پر توليد او اومو موادو د روسيې اتکا د پوښتنې وړ وبلله.


ټاکل شوې ده چې د امريکا او روسيې ولسمشران راتلونکې مياشت په جاپان کې د اسيا- پسفيک د اقتصادي همکارۍ د مشرانو د غونډې په څنګ کې په خپل منځ کې خبرې وکړي.

کريملين ماڼۍ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې بارک اوباما او ديميتري مېدوېديف به د نومبر په ديارلسمه او څوارلسمه د جاپان په يوکوهاما کې سره وويني.

د دوي د کتنې په باب نور جزييات نه دي په ډاګه شوي.