کرزي د هرات د لرغونو اثارو د بیارغونې ژمنه کړی

د هرات ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، ولسمشر کرزي په دې ولایت کې د لرغونو اثارو او سیمو د بیارغونې ژمنه کړې.

د هرات والي محمد داوود صبا په هرات ښار کې د اخیتارالدین له لرغوني کلا څخه د لیدنې په مهال خبریالانو ته ویلي چې د دې ولایت ډیرې لرغونې سیمې بیارغونې او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د ښاغلي صبا په خبره ولسمشر کرزي ویلي چې یونسکو یا د ملګروملتونو علمي او فرهنګي سازمان به هم وهڅوي چې د هرات لرغونو اثارو او سیمو ته پاملرنه زیاته کړي.

هرات د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې مهمې تاریخي او لرغوني سیمې او اثار لري چې مشهور یې په هرات ښار کې د اختیارالدین کلا او منارونه دي.