دلیل:ککړ چاپیریال د لشمانیا د ناروغۍ د خوریدو اصلي لامل دی

د عامې روعتیا وزارت سرپرستې ډاکټرې ثریا دلیل

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړېوال سازمان، په کابل کې ککړ چاپېریال د لشمانیا د نارغۍ د خورېدو اصلي لامل بولي.

د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا د نړېوال سازمان چارواکو د پنجشنبې په ورځ په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې ککړ چاپېریال د دې لامل کیږي، چې لشمانیا ناروغي خوره شي، چې وروسته پاتې سیمې له دې کبله تر زیات ګواښ لاندې دي.

د عامې روعتیا وزارت سرپرستې ډاکټرې ثریا دلیل وویل، چې دغه وزارت د لشمانیا د ناروغۍ د ۴۰ ٪ درملنې وس لري:

(هغه ظرفیت چې د داسې پېښو د درملنې لپاره د عامې روغتیا وزارت او زموږ روغتیايي شریکان يي لري ، ۴۰ فیصده دی.

د فرانسې د پراختیايي نړېواله اداره له موږ سره په دې برخه کې مرسته کوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې ، چې دغه ناروغي ډېره ده . د روغتیا نړېوال سازمان هم له موږ سره په دې برخه کې مرسته کوي. )

د روغتیا د نړېوال سازمان استازی وايي، چې په کابل کې په ۲۰۰۹ میلادی کال کې د سالدانې ۶۵ زره پېښې ثبت شوې وې.

د رپوټونو له مخې په دې وروستیو څو کلونو کې د لشمانیا یا سالدانې د ناروغی پېښې د نړۍ په کچه په کابل کې دېر ثبت شوي دي او ویل کیږي چې دغه ناروغي ډېره په وروسته پاتې سیمو کې خوریږي.

په همدې حال کې یو شمېر خلک وايي، چې په کابل ښار کې د ککړتیا زیاتېدل، چاپېریال ساتنې ته د ښاریانو نه پاملرنه په کابل ښار کې د لشمانیا یا د سالدانې د ناروغی د خورېدو له لاملونو څخه شمېرل کیږي.

یو شمېر کارپوهان وايي، چې د چاپېریال ککړتیا او پاکۍ ته نه پاملرنه د بېلابېلو ناروغیو لکه د پوستکي د سرطان ، سالدانه او تورزېړی د ناروغیو د خورېدو لامل کیږي.

دوي همدا راز زیاتوي، چې که افغان حکومت او خلک په ګډه چاپېریال ساتنې ته پاملرنه ونه کړي، تر راتلونکو څو کلونو به په کابل ښار کې ژوند کول، ګران وي.

تر دې مخکې جمهوري ریاست د چاپیریال ساتنې لپاره یوه کمیسیون ته دنده سپارلې وه ، خو کومه مثبته پایله یی نه درلوده.